د سوريې هوائي دفاعي ځواک 15 توغندي رانسکور کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i69134-د_سوريې_هوائي_دفاعي_ځواک_15_توغندي_رانسکور_کړل
د سوريې د فوځ هوائي دفاعي ځواک پينځلس توغندي هدف ګرځولي او د دمش د جنوب په دېرش کېلوميټرۍ کښې په الکسوا سيمه کښې يې رانسکور کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 14, 2018 08:44 Asia/Kabul
  • د سوريې هوائي دفاعي ځواک 15 توغندي رانسکور کړل

د سوريې د فوځ هوائي دفاعي ځواک پينځلس توغندي هدف ګرځولي او د دمش د جنوب په دېرش کېلوميټرۍ کښې په الکسوا سيمه کښې يې رانسکور کړي دي.

د يو امريکائي چارواکي د وېنا له مخې چې نوم يې نه دے اعلان شوے په سوريې باندې د امريکې د نن سحر په حمله کښې چې څوګونه اهداف لري له کروز ټاماهاک توغندي استعمال شوي دي.

د برطانيې د دفاع وزارت هم ادعا وکړ: هغه تاسيسات چې په سوريې کښې پرې حمله شوې ده له هر ډول پېژند شويو نفوسي او غېر فوځي مراکزو څخه لرې وو.

د برطانيې د دفاع وزارت وويل: د دغه هېواد جنګي الوتکو له حمص ښار سره نزدې د سوريې په فوځي تاسيساتو حمله وکړه.

سکائي نيوز ټيلي ويژني چېنل هم نن سحر رپوټ ورکړ چې د سوريې د پائتخت دمشق له څو سيمو څخه د سختو چاودنو غږونه اورېدل شوي. د امريکې سي اېن اېن چېنل هم وويل، په سوريې باندې حمله هوائي او سمندري ده.

الجزيره ټي وي چېنل هم د خپل خبريال له قوله وويل: تر اوسه پورې په سوريې باندې ۳۰ کروز ټاماهاک توغندي ويشتل شوي دي.

له دې سره په يو وخت د سوريې حکومت وويل: د دغه هېواد فوځ د امريکې، برطانيې او فرانسې له ګډې حملې سره د مقابلې په حال کښې دے.