په يمن کښې امريکائي ډرون الوتکه رانسکوره کړې شوه
الميادين ټي وي چېنل اعلان وکړ: د يمن هوائي دفاعي ځواک د دغه هېواد په الحديده صوبه کښې د امريکې يوه اېم کيو نهه ډوله ډرون طياره رانسکوره کړې ده.
د ايرنا د رپوټ له مخې الميادين دغه خبر د يمن د يوې فوځي سرچينې له قوله په نقلولو سره وويل: په دې باره کښې يې لا زيات تفصيلات نه دي بيان کړي.
د يمن فوځي او ولسي ځواکونو همدارنګ د تعز صوبې په المخا ساحلي ښارګوټي کښې د مستعفي ولسمشر عبد ربه منصور د ځواکونو او د سعودي تالي څټو د غونډېدو په ځاے او د اماراتو په پېټرياټ توغنده اي سېسټم حملې وکړې.
همدارنګ د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو توغنده اي يونټ پرون ماښام د سعودي د جيزان هوائي اډه او د نجران برېښناکوټ په بدر يو نومې بالېسټک توغنديو سره وويشتل. سعودي د دغو حملو د احتمالي مال و سر تاوانونو په اړه څه رپوټ نه دے خپور کړے.