په يمن کښې امريکائي ډرون الوتکه رانسکوره کړې شوه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i69454-په_يمن_کښې_امريکائي_ډرون_الوتکه_رانسکوره_کړې_شوه
الميادين ټي وي چېنل اعلان وکړ: د يمن هوائي دفاعي ځواک د دغه هېواد په الحديده صوبه کښې د امريکې يوه اېم کيو نهه ډوله ډرون طياره رانسکوره کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2018 01:17 Asia/Kabul
  • په يمن کښې امريکائي ډرون الوتکه رانسکوره کړې شوه

الميادين ټي وي چېنل اعلان وکړ: د يمن هوائي دفاعي ځواک د دغه هېواد په الحديده صوبه کښې د امريکې يوه اېم کيو نهه ډوله ډرون طياره رانسکوره کړې ده.

د ايرنا د رپوټ له مخې الميادين دغه خبر د يمن د يوې فوځي سرچينې له قوله په نقلولو سره وويل: په دې باره کښې يې لا زيات تفصيلات نه دي بيان کړي.

د يمن فوځي او ولسي ځواکونو همدارنګ د تعز صوبې په المخا ساحلي ښارګوټي کښې د مستعفي ولسمشر عبد ربه منصور د ځواکونو او د سعودي تالي څټو د غونډېدو په ځاے او د اماراتو په پېټرياټ توغنده اي سېسټم حملې وکړې.

همدارنګ د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو توغنده اي يونټ پرون ماښام  د سعودي د جيزان هوائي اډه او د نجران برېښناکوټ په بدر يو نومې بالېسټک توغنديو سره وويشتل. سعودي د دغو حملو د احتمالي مال و سر تاوانونو په اړه څه رپوټ نه دے خپور کړے.