په سوريې کښې د لسګونو عامه وګړو مرګ ژوبله
د سوريې د پائتخت په جنوب کښې په ترهه ګريزو حملو کښې په لسګونو عامه خلق مړۀ يا ژوبل شول.
د العالم د رپوټ له مخې د دمشق په يرموکو الزاهره، القدم او التضامن سيمو کښې د ترهه ګريزو حملو له کبله څلور عامه وګړي ووژل شول او دوه پنځوس نور ژوبل شول.
د سوريې ټي وي هم اعلان وکړ، د داعش ترهه ګرې ډلې د عناصرو د وتلو لپاره د موافقې په نتيجې پاتې کېدو وروسته پرون د دمشق د جنوب په حجر الاسود سيمه کښې د ترهه ګرو په خلاف عمليات شروع شول چې په دغه سيمه کښې د داعش د سرغنه ؤ د پټېدو په يو مرکز د بمبارۍ په دوران کښې په لسګونو تفکيري عناصر هلاک شول.
د سوريې فوځ په ختيځه غوطه کښې د ترهه ګرو په قبضه کښې د باقي پاتې وروستۍ سيمې دوما له ازادولو وروسته د سوريې فوځيان له يرموک کېمپ او حجر الاسود سيمې څخه د ترهه ګرو د شړلو لپاره د دمشق په جنوبي سيمو کښې ځاے پرځاے شول.