دسوریې دغوطه شرقی په زرګونو خلک کورونو ته ستانه شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i70402-دسوریې_دغوطه_شرقی_په_زرګونو_خلک_کورونو_ته_ستانه_شوی
زمونږ خبریال وایی په سوریې کښې د ملی پخلاینې د غږملتیا د روسیی مرکز مشر یوری یوتوشنکو (Yuri Yevtushenko, the commander of the Russian reconciliation center)په دې خبرې سره چې ارامښت غوطه شرقی سیمې ته دبیرته ستنیدا په حال کښې دی وویل
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2018 09:18 Asia/Kabul
  • په ۲۰۱۱ میلادي کال کښې د سوریې د کړکیچ په پیلیدا سره په میلیونونو خلک کډوال شوي .
    په ۲۰۱۱ میلادي کال کښې د سوریې د کړکیچ په پیلیدا سره په میلیونونو خلک کډوال شوي .

زمونږ خبریال وایی په سوریې کښې د ملی پخلاینې د غږملتیا د روسیی مرکز مشر یوری یوتوشنکو (Yuri Yevtushenko, the commander of the Russian reconciliation center)په دې خبرې سره چې ارامښت غوطه شرقی سیمې ته دبیرته ستنیدا په حال کښې دی وویل

 د روسیې عسکرو په تیرو څلورویشتو (۲۴)ساعتونو کښې په شپږو (۶)کورونو کښې ښخ شوی ماینونه شنډ کړی او په دوما ښار کښې یې هم دولس(۱۲) لاسی بمونه شنډ کړی دی .

هغه خپلو کورونو ته د سوریې د غوطه شرقی سیمې د درې شپیته زره او د اوه سوه (۶۳۷۰۰)ښاریزو د بیرته ستنیدا خبر ورکړ .

له دې مخکې دسوریې پوځ له ترهګرو څخه د غوطه شرقی  سیمې د ټولو ښارونو او ښارګیو د ازادولو خبر ورکړی وو .

غوطه شرقی دسوریې پلازمینې دمشق ته نږدې ستراتژیکه سیمه ده چې ترهګرو تر څو اونۍ مخکې وخت پورې له هغه ځایه ددمشق په هستوګنو سیمو د راکټونو او هوانونو ډزې کولې .

ددمشق په خوا وشا سیمو دترهګرو دلو په تیرو دریو (۳) کلونو هوان او راکټی حملو کښې په زرګونو ملکی خلک مړه او ژوبل شوی دی .

په ۲۰۱۱ میلادی کال کښې د سوریې د کړکیچ په پیلیدا سره په میلیونونو خلک کډوال شوی چې ځینې یې په اردن ، لبنان او حتی د سوریې په مختلفو سیمو کښې چې امنیت لری دیره شوی دی .