دسوریې دغوطه شرقی په زرګونو خلک کورونو ته ستانه شوی
-
په ۲۰۱۱ میلادي کال کښې د سوریې د کړکیچ په پیلیدا سره په میلیونونو خلک کډوال شوي .
زمونږ خبریال وایی په سوریې کښې د ملی پخلاینې د غږملتیا د روسیی مرکز مشر یوری یوتوشنکو (Yuri Yevtushenko, the commander of the Russian reconciliation center)په دې خبرې سره چې ارامښت غوطه شرقی سیمې ته دبیرته ستنیدا په حال کښې دی وویل
د روسیې عسکرو په تیرو څلورویشتو (۲۴)ساعتونو کښې په شپږو (۶)کورونو کښې ښخ شوی ماینونه شنډ کړی او په دوما ښار کښې یې هم دولس(۱۲) لاسی بمونه شنډ کړی دی .
هغه خپلو کورونو ته د سوریې د غوطه شرقی سیمې د درې شپیته زره او د اوه سوه (۶۳۷۰۰)ښاریزو د بیرته ستنیدا خبر ورکړ .
له دې مخکې دسوریې پوځ له ترهګرو څخه د غوطه شرقی سیمې د ټولو ښارونو او ښارګیو د ازادولو خبر ورکړی وو .
غوطه شرقی دسوریې پلازمینې دمشق ته نږدې ستراتژیکه سیمه ده چې ترهګرو تر څو اونۍ مخکې وخت پورې له هغه ځایه ددمشق په هستوګنو سیمو د راکټونو او هوانونو ډزې کولې .
ددمشق په خوا وشا سیمو دترهګرو دلو په تیرو دریو (۳) کلونو هوان او راکټی حملو کښې په زرګونو ملکی خلک مړه او ژوبل شوی دی .
په ۲۰۱۱ میلادی کال کښې د سوریې د کړکیچ په پیلیدا سره په میلیونونو خلک کډوال شوی چې ځینې یې په اردن ، لبنان او حتی د سوریې په مختلفو سیمو کښې چې امنیت لری دیره شوی دی .