په فوځي لګښتونو کښې د سعودي دريمه نړيواله رتبه
د سټاکهلم د صلحې د څېړنو مرکز په خپل وروستني رپوټ کښې وويل چې سعودي عرب په ۲۰۱۷ کال کښې په ۴/۶۹ ميليارډ فوځي لګښتونو سره په دې زمينه کښې د دنيا دريم مقام ځان ته مختص کړ.
له دې مخکې له امريکې او چين نه وروسته روسيه په فوځي لګښتونو کښې د دنيا دريم او سعودي څلورم هېواد ؤ خو روسيې تېر کال خپل دغه لګښتونه پينځمه برخه کم کړل او سودي د ۲/۹ فيصده په زياتولو د نړۍ دريمه رتبه ځان ته مختصه کړه.
سعودي په يوازې ځان مېنځنے ختيځ سيمه د فوځي ګرۍ برترۍ لوري ته ديکه کوي. د سيپري موسسې په رپوت کښې راغلي دي چې د سعودي عرب په ۲۰۱۷ کال کښې په مېنځني ختيځ کښې په يوازې ځان د فوځي لګښتونو اندازه ۲/۶ فيصده زياته کړې ده. د سعودي د فوځي لګښتونو په اړه څو ټکي اهميت لري.
وړومبے ټکے دا چې سعودي په داسې حال کښې د ايران اسلامي جمهوريت په سيمه کښې په بې ثباتۍ او د تاوتريخوالي رامنځته کولو تورنوي چې د ايران اسلامي جمهوريت خپل دفاعي لګښتونه د ضرورت په بنياد نه د مداخلې او جنګ غوښتنې په بنياد تعريفوي. نو ځکه د ايران اسلامي جمهوريت د هغو هېوادونو چې د دنيا تر ټولو زيات فوځي لګښتونه لري په قطار کښې نه راځي. دا په داسې حال کښې دي چې د سيپري د فوځي او وسلو د تفکر د مرکز ستر څېړونکي سيمون وزمن د وېنا له مخې د رياض د فوځي لګښتونو د زياتولو يوه اصلي وجه په سيمه کښې فوځي جنګونه دي. سعودي له ۲۰۱۵ کال نه تر اوسه د يمن په جنګ کښې ښکېل دے او هره ورځ د يمن مختلفې سيمې په متواتره توګه بمباري کوي. په عېن حال کښې سعودي په سوريې کښې د ترهه ګرو ډلو يو ډېر مهم وسله ايز ملاتړے دے او له دې مخکې هم په عراق کښې ؤ. دغه موضوع د دې ښودنه کوي چې د ايران په اسلامي جمهوريت تورلګونه په سيمه کښې د تاوتريخوالي د رامنځته کولو په وړاندې د رياض پروپېګنډې دي.
دويم ټکے دا دے چې د سعودي د فوځي لګښتونو زياتره برخه له لويديځو هېوادونو په تېره بيا له امريکې څخه د وسلو او فوځي خدماتو په اخېستلو خرچ کيږي. سعودي د امريکې، برطانيې او فرانسې لپاره د درامدو په يوې مهمې سرچينې بدل شوے دے چې دا موضوع په مارچ کښې لندن او واشنګټن ته او په اپرېل کښې پېرس ته د سعودي د وليعهد محمد بن سلمان په سفرونو کښې څرګنده وه.
دريم ټکے دا دے چې د سعودي ډېر زياتو فوځي لګښتونو په مينځني ختيځ سيمه کښې د امنيت او ثبات لپاره اپوټه چلند شروع کړ.
مينځني ختيخ له ۲۰۱۱ کال څخه يو داسې چلند شروع کړے ؤ چې نتائج يې د مدني ټولنې ترقي د مدني حقوقو د حالت ښه کېدل او د ولسواکۍ د يو نظام رامنځته کېدل کېدې شوو خو د سعودي حکومت په ولسي جګړو اخته هېوادونو په کورنيو چارو کښې په مداخلت او د نظامي ګرۍ او جنګ لوري ته په ورديکه کولو سره په مينځني ختيځ کښې دغه چلند اپوټه کړ. هغه اندېښمنونکي انځورونه چې د يمن، سوريې او عراق د ماشومانو او ښځو په اړه په رسنيو کښې خپريږي د آل سعود د فوځي ګرۍ او جنګ طلبۍ نتيجه ده.
وروستے ټکے هم دا دے چې د رياض حکومت په تېر کال کښې خپل فوځي لګښتونه ۲/۹ فيصده زيات کړل ، په داسې حال کښې چې په دغه هېواد کښې اقتصادي اندازو منفي پرمختګ کړے دے. په همدې لړ کښې بلومبرګ د ۲۰۱۸ کال په فرورۍ کښې د يو رپوټ په خپرولو سره وويل چې سعودي د نړۍ د هېوادونو ترمېنځ د اقتصادي بدمرغۍ له لحاظه يعنې د ګرانۍ د اندازې او د بې روزګارۍ د اندازې له لحاظه تر ټولو زيات تنزل لرلے دے او د نړۍ په وړومبنيو بدمرغو او زيانمنو لسو هېوادونو کښې شامل شوے دے.
--------