په سوريې کښې ترهه ګرو بيا سره سخت ښکرونه ورکړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i70636-په_سوريې_کښې_ترهه_ګرو_بيا_سره_سخت_ښکرونه_ورکړل
د سوريې سرچينو له اردن سره د سوريې له پولې سره نزدې د درعا سيمې په خاوشا کښې د داعش تکفيريانو او نورو وسله والو ترهه ګرو ترمېنځ د سختو نښتو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 06, 2018 15:35 Asia/Kabul
  • په سوريې کښې ترهه ګرو بيا سره سخت ښکرونه ورکړل

د سوريې سرچينو له اردن سره د سوريې له پولې سره نزدې د درعا سيمې په خاوشا کښې د داعش تکفيريانو او نورو وسله والو ترهه ګرو ترمېنځ د سختو نښتو خبر ورکړ.

د لبنان د النشره سائيټ په نقل سره د مهر خبري اژانس د رپوټ له مخې

له دې سره په يو وخت د سوريې فوځ د درعا په شمال کشې په ځينو سيمو او د جاسم ښارګوتي په خواوشا کښې حملې وکړې.

همدارنګ د احرار الشام ترهه ګرې ډلې يو سرغنه فهد حميمه ځان د سوريې ځواکونو ته تسليم کړ.

د سوريې د ادلب صوبه او د حلب صوبې ځينې برخې اوس هم د تحرير الشام، جبهه تحرير سوريا او نورو ترهه ګرو ډلو چې د لويديځي – عربي هېوادونو او صهيونېسټانو ملاتړ ورته حاصل دے د غونډېدو ځايونه دي.