امریکا او اسټرالیا دفلسطین دخلکو پرضد رایه ورکړه
-
یوازې امریکا او اسټرالیا ددغه کمیسیون دجوړیدا پرضد رایه ورکړه او څوارلسو(۱۴) هیوادونو هم رایې وانه اچولې .
زمونږخبریال وایی امریکا او اسټرالیا د فلسطین په غزې تړانګې کښې د اسرائیلو د جنایتونو په اړه د خپلواکه تحقیق لپاره دملګروملتونو له اقدام سره مخالفت وکړ .
اسټرالیا له امریکا سره ملګری شوی ده او یوازې دغو دوو(۲) هیوادونو د فلسطین په غزې تړانګې کښې داسرائیلو د جنایتونو په اړه چې څه دپاسه شپیته(۶۰) فلسطینیان پکښې شهیدان شوی وو دملګروملتونو د خپلواکه تحقیق له ترسره کیدا سره مخالفت وکړ .
د ملګروملتونو د بشری حقوقو شورا یوه(۱) ځانګړی غونډه وکړه چې د فلسطین په نیواکی ټاټوبی کښې د بشری حقوقو د بد حالت په اړه غور وکړی .
نهویشتو(۲۹) هیوادونو دملګروملتونو دبشری حقوقو د شورا په غونډه کښې په یوه(۱) خوله د فلسطین په نیواکی ټاټوبی کښې د بشری حقوقو او دنړیوال بشری قانون حقوقو د خلاف ورزۍ په اړه دپلټنې لپاره دیوه (۱)خپلواکه نړیوال کمیسیون د جوړیدا لپاره رایه ورکړه .
یوازې امریکا او اسټرالیا ددغه کمیسیون دجوړیدا پرضد رایه ورکړه او څوارلسو(۱۴) هیوادونو هم رایې وانه اچولې .
په دغه غونډې کښې اسټرالیا وویل دغه هیواد داسې نظر لری چې اسرائیل جایزې امنیتی اندیښنې لری او دځان ددفاع کولو حق لری .