ایران د اټومی وسلو د جوړولو هڅه کوی
-
یوازې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو ، صهیونیسټ رژيم او دبحرین ال خلیفه رژیم چې په سیمه کښې دامریکا متحدان دي له اټومي موافقې د واشنګټن د وتلو ملاتړ کړی .
مهر خبری اژانس وایی د متحده عربی اماراتو په خارجی چارو کښې سلاکار وزیر انور قرقاش (Anwar Gargash)پرون دایران پرضد د دغه هیواد د چارواکو د چټی خبرو په دوام کښې ادعا وکړه دایران اسلامی جمهوریت د اټومی وسلو د جوړولو هڅه کوی .
د متحده عربی اماراتو ددغه چارواکی دغه چټی خبرې په داسې حال کښې دی چې د اټومی انرژۍ نړیوال اژانس(International Atomic Energy Agency) تراوسه په ځلونو د ایران داټومی فعالیتونو په سوله ایزوالی ټینګار کړی دی .
د متحده عربی اماراتو په خارجی چارو کښې سلاکار وزیر انور قرقاش دایران داټومی پروګرام په هکله د خپل هیواد دریځ هماغه د امریکا دولسمشر ډونالډ دریځ وباله او له اټومی موافقې د واشنګټن دوتلو ملاتړ یې وکړ .
انورقرقاش دغه راز د اټومی موافقې دساتلو لپاره د اروپایی هیوادونو په ژمنې سخته غوسه وښودله .
د متحده عربی اماراتو په خارجی چارو کښې سلاکار وزیر انور قرقاش دغه راز د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره غږمله ادعا وکړه دایران اسلامی جمهوریت له اټومی موافقې د سیمه ییز نفوذ د پراخولو لپاره ګټه پورته کړه .
هغه ټینګار وکړ اروپایی هیوادونه باید د اټومی موافقې د ساتلو هڅه ونکړی .
یوازې سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو ، صهیونیسټ رژیم او دبحرین ال خلیفه رژیم چې په سیمه کښې دامریکا متحدان دی له اټومی موافقې د واشنګټن د وتلو ملاتړ کړی .