دصهونیسټانو اقدامات جنګی جنایت دی
د صهونیسټ رژیم خارجه وزارت پرون ناوخته د غزې تړانګې د پیښو په باب دحقیقت موندونکی کمیټې د جوړیدا په باب دملګروملتو دبشری حقوقو د شورا له فیصلې سره مخالفت اعلان کړی دی .
دفلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس یوه ویندوی عبداللطیف القانوع په یولړ څرګندونو کې وئیلی دفلسطینیانو د وژلو په باب حقیقت موندونکی خپلواکه کمیټې له جوړیدا سره د صهونیسټ رژیم مخالفت د دغه سپیرۀ او وحشی رژیم د څارویتوب او ترهه ګر شونې ښودنه کوی .
د صهونیسټ رژیم خارجه وزارت پرون ناوخته د غزې تړانګې د پیښو په باب دحقیقت موندونکی کمیټې د جوړیدا په باب دملګروملتو دبشری حقوقو د شورا له فیصلې سره مخالفت اعلان کړی دی .
دفلسطین په غزې تړانګې کې پر هغوکرارو فلسطینیو اعتراض کونکو د جنایتکارو صهونیستی پوځیانو څاروی ډوله حملو کې چې دمارچ له دیرشمې نیټې پیل شوی ، تر دې دمه څه دپاسه سل کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې ترسترګو کیږی ، شهیدان شوی او په زرګونو نور ټپیان شوی دی .\
عبداللطیف القانوع وئیلی دی ، دغه راز ووئیل د وحشی صهونیسټانو په لاس د فلسطینیو د عامې وژلې دوام یو جنګی جنایت دی چې باید نړیوال ئې په جدی ډول وارزوی .
دفلسطین آزادی غواړی جبهې هم داسرائیلی رژیم په لاس د بشری حقوقو حقوقو د خلاف ورزیو په باب دحقیقت موندونکی خپلواکه کمیټې دجوړولو لپاره د بشری حقوقو فیصله د د دغه جنایتکار ریم او دهغو شریکې امریکا پر مخ یوه بله درنده څپیړه وبلله .