دمصرالازهر هم دقدس په باب دامریکاسپیراقدام محکوم کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i71926-دمصرالازهر_هم_دقدس_په_باب_دامریکاسپیراقدام_محکوم_کړ
په نیواکی فلسطین کې د امریکا دسفیر له خوا دمئ په ۲۲نیټه یو عکس خپور شوی ، چې په هغه کې د الاقصی جومات پر کنډوالې د یهوی معبد جوړ ښودل شوی ، چې د درستو مسلمانانو په تیره بیا د فلسطنیانو دینی احساسات ئې راپارولی او د سختو غبرګونونو لامل شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 24, 2018 14:35 Asia/Kabul
  •   دمصرالازهر هم دقدس په باب دامریکاسپیراقدام محکوم کړ

په نیواکی فلسطین کې د امریکا دسفیر له خوا دمئ په ۲۲نیټه یو عکس خپور شوی ، چې په هغه کې د الاقصی جومات پر کنډوالې د یهوی معبد جوړ ښودل شوی ، چې د درستو مسلمانانو په تیره بیا د فلسطنیانو دینی احساسات ئې راپارولی او د سختو غبرګونونو لامل شوی .

 زمونږخبریال راپورراکړ  د مصر الازهر  په نننۍ اعلامیې کې   دقدس ښار په اړه د یوه  عکس  نندارې ته په وړاندې کولو کې په نیواکی فلسطین کې د امریکا د سفیر ډیویډ فریډمن اقدام چې  په  هغه کې ئې  د الاقصی جومات په ځای  د هیکل دادعا معبد (یعنی  د صهونیسټانو دادعا په اساس د  دمعبد مجسمه ) انځور شوی ؤ ، په سخته محکوم کړ .

 دمصر الازهر پوهنتون  په دغې اعلامیې کې ټینګار کړی دی ،  دغه غیر قانونی اقدام به  تاریخ بدل نه کړی او قدس  به هماغه راز د فلسطین هیواد پلازمینه پاتې وی .

 په دغې اعلامیې کې همداراز راغلی دی ،  د ا مریکائی صهونیسټی  دوامدارو خلاف ورزیو  د دوام په وړاندې چُپتیا ،   په سیمې کې سوله اوامنیت  ګواښی.