دسوریې یرموک ته دخلکو ستنیدل پیل شوی
-
په سوریې کښې دیره دماسکو د پوځي پولیسو په نوم یوشمیر عسکر روسیې ته ورستانه شول .
مهر خبری اژانس وایی د دمشق په جنوب کښې د یرموک کیمپ سیمې په ازادیدا سره دغه سیمې ته د ملکی خلکو چې دترهګرو دحملې په وخت تښتې ته مجبوره شوی وو بیرته ستنیدل پیل شوی دی .
یرموک کیمپ سیمې ته په ننوتکی لاره کښې د سوریې حکومتی عسکر دیره شوی دی او هغوې دهغو وسیدونکو چې یرموک ته د ورتلو اراده لری پیژند پاڼې ګوری .
دغو سرچینو وویل د سوریې د یرموک کیمپ سیمې ته د ملکی خلکو بیرته ورستنیدل په داسې حال کښې ترسره کیږی چې د دمشق حکومت په یرموک کیمپ سیمه کښې په موجودو ودانیو کښې د بمونو په شنډولو سره ددغه سیمې دپاکولو پروګرام پیل کړی دی.
په عین حال کښې د روسیې دفاع وزارت بیګا وویل په سوریې کښې دیره دماسکو د پوځی پولیسو په نوم یوشمیر عسکر روسیې ته ورستانه شول .
دغه راز دسوریې په شمال کښې د رقه ښار د وسیدونکو په ظالمانه ډول د نیولو او دځوانانو په زوره د عسکرو دجوړولو لپاره دامریکا تر ملاتړ لاندې د وسله والو ځواکونو له رامینځته کیدا وروسته د دغه ښار خلکو بیګا پراخې مظاهرې وکړې .
وسله والو ځواکونوهم هڅه وکړه چې په مظاهره چیانو جنګی ګولیو سره هغوې تیت پرک کړی .