د عربستان په بریدونو کښې نهه یمني مسلمانان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i72658-د_عربستان_په_بریدونو_کښې_نهه_یمني_مسلمانان_ووژل_شول
د یمن روغتوني سرچینې وايي چې په صعده ولایت باندې د عربستان په هوايي حملو کښې نهه تنه یمني ملکیا وژل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 03, 2018 15:57 Asia/Kabul
  • د عربستان په بریدونو کښې نهه یمني مسلمانان ووژل شول

د یمن روغتوني سرچینې وايي چې په صعده ولایت باندې د عربستان په هوايي حملو کښې نهه تنه یمني ملکیا وژل شوي دي.

د العالم ټي وي چینل د خبر له مخې سعودي جنګي الوتکو نن د یمن د شمال صعده ولایت په باقم ښآر کښې په العشه سیمه کښې د یو ملکي وګړي کور بمباري کړ. رپورټونه وايي چې په دغې بمبارۍ کښې وژل شوي ټول کسان ښځې او ماشومان دي.

یمني ځواکونو هم د سعودیانو د حملو په ځواب کښې د عربستان د سویل په عسیر سیمه کښې په علب سرحد کښې د سعودي لاسپوڅو په اډو باندې په حملې سره له هغوي یوشمیر مړه او ژوبل کړل.