عرب هیوادونه ملتونو ته پام وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i72738-عرب_هیوادونه_ملتونو_ته_پام_وکړی
مهر خبری اژانس وایی د قطر دبهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثانی د خپل هیواد او د څلورو(۴) عربو هیوادونو مصر ، عربستان، بحرین او متحده عربی اماراتو ترمینځ د کړکیچ دیوه(۱) کال دپوره کیدا په مناسبت له دغو هیوادونو وغوښتل د توهم درامینځته کولو پرځاې خپلو هیوادونو او ملتونو ته پام وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 05, 2018 09:13 Asia/Kabul
  • دسیمې ځینې نور عرب  هیوادونه د نوي  کړکیچ درامینځته کیدا او دهغه  د زیاتولو هڅه کوي .
    دسیمې ځینې نور عرب هیوادونه د نوي کړکیچ درامینځته کیدا او دهغه د زیاتولو هڅه کوي .

مهر خبری اژانس وایی د قطر دبهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثانی د خپل هیواد او د څلورو(۴) عربو هیوادونو مصر ، عربستان، بحرین او متحده عربی اماراتو ترمینځ د کړکیچ دیوه(۱) کال دپوره کیدا په مناسبت له دغو هیوادونو وغوښتل د توهم درامینځته کولو پرځاې خپلو هیوادونو او ملتونو ته پام وکړی .

هغه وویل د دسیسو په وړاندې د قطر دخلکو هوښیارۍ ، پیوستون او وحدت دستاینې وړ دی او د څلورو(۴) عربو هیوادونو مصر ، بحرین، متحده عربی امارات او عربستان چارواکی چې دقطر پرضد یې بندیزونه لګولی دی د فارس خلیج دملګرتیا دشورا په اړه دسیمې دخلکو له بدبینه کیدا څخه خبر دی .

د قطر دباندنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثانی وویل دقطر دوست هیوادونه د تاوتریخوالی د کمولو د لارو چارو د لټولو کوشش کوی داپه داسې حال کښې دی چې دسیمې ځینې نور عرب  هیوادونه د نوی  کړکیچ درامینځته کیدا او دهغه  د زیاتولو هڅه کوی .

سعودی عربستان ، ، متحده عربی امارات ، بحرین او مصر د تیر میلادی کال دجون دمیاشتې له پینځمې(۵) نیټې راهسې د عربستان په مشرۍ  له عربی بهیر سره د قطر د نا غږمله کیدا په علت قطر له ترهګرۍ په ملاتړ تور کړ او ورسره یې خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې غوڅې کړې او د قطر پرمخ یې ځمکنی ، سمندری او هوایی سرحدونه هم وتړل .