دیمن عسکرو په عربستان بیا توغندی ویشتلی
-
دیمن په لویدیځ ساحل کښې په تیرو دریو(۳) ورځو کښې څلور سوه اتلس(۴۱۸) ګوډاګیان هلاک شوي .
زمونږ خبریال وایی دیمن پوځ دسعودی عربستان دتیریګرو عسکرو جنایتونو ته په ځواب کښې د برکان ایچ دوه(Burkan-2H) ډوله توغندی په جنوب کښې په ینبع سیمه کښې په یوه پوځی مرکز وویشت .
دغه توغندی په سعودی عربستان کښې د ینبع دتیلو په بندر لګیدلی او په دغه ښار کښې یې د بم چاودنې ویرونکی غږ رامینځته کړی دی .
دیمن عسکرو دسعودی عربستان په جنوب کښې په نجران کښې په الصله اډې کښې دعسکرو په مرکز د کاتیوشا توغندی حمله وکړه او له کبله یې یوشمیر تیریګر مړه او ژوبل شوی دی .
دغه راز په جازان سیمه کښې دیمن د ترټولو ستر سرحدی ښار په خوبه سیمه کښې د سعودی عربستان دګوډاګیانو په مرکز د زلزال یو(Zelzal-1) ډوله توغندی په حمله کښې په لسګونو ګوډاګیان هلاک او یوشمیر نور ژوبل شوی دی .
المسیره ټیلی ویژن هم وویل د سعودی عربستان دتیریګرو او د یمن د عسکرو ترمینځ په الجوف ولایت کښې په خب والشعف سرحدی ولسوالۍ کښې د مهاشمه سیمې په جنګونو کښې دعربستان دګوډاګیانو اوه(۷) پوځی ګاډی تباه شول .
دیمن په لویدیځ ساحل کښې په تیرو دریو(۳) ورځو کښې څلور سوه اتلس(۴۱۸) ګوډاګیان هلاک شوی او درې سوه دوه ویشت(۳۲۲) نور ژوبل شوی چې ډیر پکښې مرګی حاله دی .