دسورئې په حماه کې نور په لسګونو داعشی تکفیریان هلاک شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i73122-دسورئې_په_حماه_کې_نور_په_لسګونو_داعشی_تکفیریان_هلاک_شوی
د سورئې د کرد ډیموکراټیک ګوند او دعربانو د ځای ځواک سیاسی څانګې چې امریکا ئې ملاتړ کوی ، وئیلی دی ، دسورئې له حکومت سره له کوم قید و شرط پرته خبرواترو ته تیار دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 11, 2018 09:35 Asia/Kabul
  •   دسورئې په حماه کې نور په لسګونو داعشی تکفیریان هلاک شوی

د سورئې د کرد ډیموکراټیک ګوند او دعربانو د ځای ځواک سیاسی څانګې چې امریکا ئې ملاتړ کوی ، وئیلی دی ، دسورئې له حکومت سره له کوم قید و شرط پرته خبرواترو ته تیار دی .

العالم ټیلیویژنی چینل راپورورکړی ، دسورئې پوځ  د حماه  ولایت په شاوخوا سیمو کې  د العنکاوی او قلیدین  کلو ترمینځ   د ارتباطی پلۀ به لور   دګائیډډ توغندی په  حملې سره   اته تکفیری ترهه ګر هلاک کړی دی .

 راپور ښئ  د مئ میاشت په  مینځنیو کې   ترهه ګر   دخپلو وسلو له سپارلو وروسته ، دسورئې  شمال ته منتقل شوی  او په دې توګه  د حمص شمالی سیمې  او  دحماع جنوبی سیمې  له ترهه ګرو پاکې شوی دی .

   دلبنان المیادین ټیلیویژنی چینل هم راپور ورکړی  داعشی تکفیریانو   د ادلب  په لویدیځ کې   له کفرهند کلی سره نزدې  د دغې ډلې  په یوه پټنځای  د تحریر الشام    ترهه ګرې ډلې  دحملې په غبرګون کې د هغوی اته غړی  وتښتول او وئیل کیږی  چې په هغو کې ئې له درو سرونه غوڅ کړی دی .

  دسورئې په شمال  لویدیځ کې له فوغه اوکفریا ښارګیو پرته  درست ادلب ولایت    دترهه ګرو په کنټرول کې دی .

بل خبر دا چې  د سورئې د کرد ډیموکراټیک  ګوند او دعربانو د ځای ځواک  سیاسی څانګې  چې امریکا ئې ملاتړ کوی ، وئیلی دی ،  دسورئې له حکومت سره له کوم قید و شرط پرته خبرواترو ته تیار دی .

 یوه میاشت مخکې د سورئې  ولسمشر بشار اسد  کرد ځواک ته خبرداری ورکړی ، که  د خبرواترو له لارې ئې  دکردانو ترکنټرول  لاندې سیمې بیرته وانخستې ، نو  له زوره به استفاده وکړی .