دلبنان حزب ا...دمقاومت په حکومت بدل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i73132-دلبنان_حزب_ا...دمقاومت_په_حکومت_بدل_شوی_دی
دسپاه د قدس ځواک قوماندان روښانه کړې ، دفارس خلیج ملګرتیا شورا، آل سعود رژیم او ځینی نادانو هیوادونو دسیمې خورا ویاړمن اسلامی بهیر چې دعربی نړۍ په دفاع کې ئې دعربانو خورامهم دښمن ته ماته ورکړې وه، د ترهه ګرو په لیسټ کې شامل کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 11, 2018 11:07 Asia/Kabul
  • دلبنان حزب ا...دمقاومت په حکومت بدل شوی دی

دسپاه د قدس ځواک قوماندان روښانه کړې ، دفارس خلیج ملګرتیا شورا، آل سعود رژیم او ځینی نادانو هیوادونو دسیمې خورا ویاړمن اسلامی بهیر چې دعربی نړۍ په دفاع کې ئې دعربانو خورامهم دښمن ته ماته ورکړې وه، د ترهه ګرو په لیسټ کې شامل کړی دی .

ایسنا خبری اژانس راپورورکړی ،  داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د قدس لښکر قوماندان سرار قاسم سلیمانی  دلبنان د پارلیمانی انتخاباتو په باب  په یولړ څرګندونو کې  دغه انتخابات   یوه ټول پوښتنه یا ریفرنډم  بللی او زیاته ئې کړې ده .  دلبنان  پارلیمانی انتخابات په داسې شرائطو کې شوی ، چې  ځینو   حزب ا... ولسی غورځنګ  دسورئې ،لبنان ،عراق ،یمن او  دسیمې  په چارو کې   په لاسوهنې تورن کاوۀ ، خو په دغو انتخاباتو کې   دلبنان په پلازمینې  بیرت کې د  لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ  کاندیدانو او متحدانو  تر ټولو زیاتې رای ترلاسه کړی دی .

 سعودی عربستان  په لنډې مودې کې  دلبنان د پارلیمانی انتخاباتو   په  خاطر  کابو دوه سوه میلیون ډالر خرڅ کړل ، خو دلبنان  حزب  ا... ولسی  غورځنګ او متحدان ئې بیا هم بریالی شول .

 دسپاه د قدس  ځواک قوماندان  روښانه کړې ،  دفارس خلیج ملګرتیا شورا، آل سعود رژیم او ځینی نادانو هیوادونو  دسیمې    خورا ویاړمن  اسلامی بهیر  چې  دعربی نړۍ په دفاع کې  ئې   دعربانو  خورامهم دښمن ته ماته ورکړې وه،  د ترهه ګرو په لیسټ کې  شامل کړی دی .

سردار سلیمانی  همداراز د دې خبرې په کولو سره چې دلبنان حزب ا...   له یوه ګونده  دمقاومت په حکومت بدل شوی دی ، ووئیل ،   دآل سعود رژیم  له خبیثو اقداماتو سره سره ،  حزب ا... ولسی غورځنګ  دلومړی ځل لپاره  دلبنان  دپارلیمان خورا زیاتې  څوکۍ  ګټلی دی  او د مقاومت له یوه ګونده  دلبنان د مقاومت په حکومت بدل شوی دی  او  دا یوه ډیره ستره بریا ده .