سعودی عربستان د یمن په توغندوی توان اعتراف وکړ
-
د سعودي عربستان او دمتحده عربي اماراتو پوځي تیریو دیمن بې وزله هیواد ددرملو او خواړو له سخت کمښت سره مخ کړی دی .
زمونږ خبریال وایی دسعودی عربستان په مشرۍ د یمن پرضد د پوځی ائتلاف ویاند ډګروال ترکی المالکی وویل د یمن انصار الله ولسی غورځنګ تراوسه په عربستان یوسل نهه څلویښت(۱۴۹) توغندی ویشتلی دی .
هغه دغه راز ادعا وکړه چې د سعودی عربستان په مشرۍ دیمن پرضد د ائتلاف ځواکونو دیمن د حوثیانو لپاره کابو دوه ویشت(۲۲) میلیونه قاچاق کیدونکی ډالر او یوشمیر جعلی پاسپورټونه کشف او ضبط کړی دی .
د سعودی عربستان په مشرۍ دیمن پرضد دائتلاف ویاند ترکی المالکی دیمن په شمال کښې صعده ولایت په سعودی عربستان د بلاسټیک توغندیو د ویشتلو د ځاې په توګه وباله .
هغه وویل دیمن په صعده او الحدیده ولایتونو کښې د سعودی عربستان په ملاتړ سره د استعفا شوی ولسمشر عبدربه منصور هادی د پلوی ځواکونو پرمختګ دوام لری .
بل خبر دا چې په الحدیده ولایت دسعودی عربستان په پرونۍ هوایی حملې کښې دوه ()ملکیان وژل شوی او څلور (۴)نور ژوبل شوی دی .
دیمن په جنوب کښې په تعز ولایت کښې په الشعوب سیمه کښې هم د سعودی عربستان د ګوډاګیانو په ډزو کښې یو ملکی وژل شوی .
سعودی عربستان د متحده عربی اماراتو، امریکا ، صهیونیسټ رژیم ،اردن او د ځینو نورو عربو او اروپایی هیوادونو په مرستې سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن دبې دفاع خلکو پرضد بمباریواو حملوته دوام ورکړی چې تراوسه یې څه دپاسه څوارلس زره(۱۴۰۰۰) کسان وژلی او په لسګونو زره نور ژوبل کړی او په میلیونونو نور یې کډوال کړی هم دی .
د سعودی عربستان او دمتحده عربی اماراتو پوځی تیریو دیمن بې وزله هیواد ددرملو او خواړو له سخت کمښت سره مخ کړی دی .