د سورئې په کفریااوفوغه ښارګیودتکفیریانو ستره حمله ناکامه شوه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i73262-د_سورئې_په_کفریااوفوغه_ښارګیودتکفیریانو_ستره_حمله_ناکامه_شوه
فوغه اوکفریا دوه شیعه میشته ښارګی د ۲۰۱۵کال له مارچ راهسې دترهه ګرو له خوا په بشپړ ډول کلابند شوی او هره ورځ پرې د هاوانونو حملې کوی خو تر دې دمه ئې د دغو دواړو ښارګیو داوسیدونکو په مقاومت کې کومه کمزورتیا نه ده راوستې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 13, 2018 09:25 Asia/Kabul
  • د سورئې په کفریااوفوغه ښارګیودتکفیریانو ستره حمله ناکامه شوه

فوغه اوکفریا دوه شیعه میشته ښارګی د ۲۰۱۵کال له مارچ راهسې دترهه ګرو له خوا په بشپړ ډول کلابند شوی او هره ورځ پرې د هاوانونو حملې کوی خو تر دې دمه ئې د دغو دواړو ښارګیو داوسیدونکو په مقاومت کې کومه کمزورتیا نه ده راوستې .

 ایرناخبری آژانس راپورورکړی ،  دالنصره جبهې یا تحریرالشام  ترهه ګرې ډلې  او له  دوی سره اړونده  ترهه ګرو  په تیرې یوې اونۍ کې څوځله  د ادلب ولایت   په فوغه اوکفریا ښارګیو  حملې کړی دی . 

راپورښئ  میدانی سرچینو وئیلی دی ، په دغې وروستۍ حملې کې  چې نن سهار وختی  شوی  ترهه ګرو  هڅه کړ ې ، د بروما له چورلیزه  د فوغه اوکفریا   کلابندو دوو ښارونو  د مدافعانو په  مورچلو   نفوذ وکړی ، خو  د دغو ښارونو  مدافعو  ولسی ځواک د  ترهه ګرو  دحملې په لاره کې د درو بمونو په چاودولو سره ، له هغویو شمیر ترهه ګرهلاک اوټپیان کړل .

 د میدانی سرچینو په وینا، ترهه ګر تر  دې دمه نه دی توانیدلی ،  په فوعا اوکفریا دوو ښارګیو کې  د ولسی مدافعو  ځواک  مورچلو ته  نفوذ وکړی او دغه نښتې او شخړې هماغه راز دوام لری .

 د سورئې د پوځ  جنګی الوتکو  هم پرون  اوبل پرون  د فوغه اوکفریا  کلابندو ښارګیو باندې د ترهه ګرو دحملې  په ځواب کې د هغوی مورچلې او مرکزونه بمباری کړی دی .

 له فوغه اوکفریا    د یوشمیر کسانو له وتلو سره  سره   همدااوس   کابو اته زره کسان چې زیاتره ئې ښځې اوماشومان دی ،   هماغه راز  په دغو ښارونو کې د  ترهه ګرو په کلابندۍ کې دی او  خوراکی مرستې ورسره یوازې د هوا له لارې  ترسره کیږی .