د سورئې په کفریااوفوغه ښارګیودتکفیریانو ستره حمله ناکامه شوه
فوغه اوکفریا دوه شیعه میشته ښارګی د ۲۰۱۵کال له مارچ راهسې دترهه ګرو له خوا په بشپړ ډول کلابند شوی او هره ورځ پرې د هاوانونو حملې کوی خو تر دې دمه ئې د دغو دواړو ښارګیو داوسیدونکو په مقاومت کې کومه کمزورتیا نه ده راوستې .
ایرناخبری آژانس راپورورکړی ، دالنصره جبهې یا تحریرالشام ترهه ګرې ډلې او له دوی سره اړونده ترهه ګرو په تیرې یوې اونۍ کې څوځله د ادلب ولایت په فوغه اوکفریا ښارګیو حملې کړی دی .
راپورښئ میدانی سرچینو وئیلی دی ، په دغې وروستۍ حملې کې چې نن سهار وختی شوی ترهه ګرو هڅه کړ ې ، د بروما له چورلیزه د فوغه اوکفریا کلابندو دوو ښارونو د مدافعانو په مورچلو نفوذ وکړی ، خو د دغو ښارونو مدافعو ولسی ځواک د ترهه ګرو دحملې په لاره کې د درو بمونو په چاودولو سره ، له هغویو شمیر ترهه ګرهلاک اوټپیان کړل .
د میدانی سرچینو په وینا، ترهه ګر تر دې دمه نه دی توانیدلی ، په فوعا اوکفریا دوو ښارګیو کې د ولسی مدافعو ځواک مورچلو ته نفوذ وکړی او دغه نښتې او شخړې هماغه راز دوام لری .
د سورئې د پوځ جنګی الوتکو هم پرون اوبل پرون د فوغه اوکفریا کلابندو ښارګیو باندې د ترهه ګرو دحملې په ځواب کې د هغوی مورچلې او مرکزونه بمباری کړی دی .
له فوغه اوکفریا د یوشمیر کسانو له وتلو سره سره همدااوس کابو اته زره کسان چې زیاتره ئې ښځې اوماشومان دی ، هماغه راز په دغو ښارونو کې د ترهه ګرو په کلابندۍ کې دی او خوراکی مرستې ورسره یوازې د هوا له لارې ترسره کیږی .
فوغه اوکفریا دوه شیعه میشته ښارګی د ۲۰۱۵کال له مارچ راهسې دترهه ګرو له خوا په بشپړ ډول کلابند شوی او هره ورځ پرې د هاوانونو حملې کوی خو تر دې دمه ئې د دغو دواړو ښارګیو داوسیدونکو په مقاومت کې کومه کمزورتیا نه ده راوستې .