دامریکا،صهونیسټیانو اوسعودی پلان له ماتې پرته بل برخلیک نه لری
سعودی عربستان او دسیمې ځینی عرب هیوادونه ، دفلسطین د مظلو ولس په ضد دصهونیسټی وحشی رژیم جنایتونو ته له پامه پرته له دغه رژیم سره په سازباز او د :پیړۍ دمعاملې : نومې امریکائی پلان په منلو پسې دی . د پیړۍ دمعاملې یو اصلی هدف ، دفلسطین د موضوع حذفول او هم پر سیمې د صهونیسټی رژیم مسلط کول او وسره د سیمې د شتمنیو نغَرل دی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړی ، دلبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ دمرکزی شورایوه مسئول مقام شیخ نبیل قاووق بیګا په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ، آل سعود رژیم د مسلمانانو اختر په یمن کې په بوږنونکو خونړیو وژلو بدل کړی دی او بیا هم ځانونه ، د حرمیّنو خادمین ګڼی
دلبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ دغه لوړپوړی چارواکی وئیلی دی ، دسعودیانو سیاست ، د سیمې دملتونو په تیره بیا د فلسطین دملت او دهغو د مقدساتو اوحقوقو په ضد دسیسه جوړول دی .
سعودی عربستان او دسیمې ځینی عرب هیوادونه ، دفلسطین د مظلو ولس په ضد دصهونیسټی وحشی رژیم جنایتونو ته له پامه پرته له دغه رژیم سره په سازباز او د :پیړۍ دمعاملې : نومې امریکائی پلان په منلو پسې دی . د پیړۍ دمعاملې یو اصلی هدف ، دفلسطین د موضوع حذفول او هم پر سیمې د صهونیسټی رژیم مسلط کول او وسره د سیمې د شتمنیو نغَرل دی .
قدرت ته د یمن د فراری او مستعفی شوی ولسمشر عبدربه منصور هادی دبیرته ستنولو په پلمه په دغه هیواد کې د آل سعود رژیم دخالت ، د ۲۰۱۵کال له مارچ راهسې تر دې دمه د یمن د لسګونو زره بې ګناه عامو خلکو د وینو دبهولو او دبیخ بینائی تاسیساتو په کنډوالو د بدلولو لامل شوی او د دغه هیواد بې وزله او بې څوکه ولس ئې دخوراکی اودرملیزو موادو له ډیر زیات کمښت او له ډول ډول ناروغیو سره لاس اوګریوان کړی دی .