دیمن په تعزکې دسعودیانو یوشمیرپستې دیمن مبارزانونیولی دی
دیمن په الحدیده ولایت کې هم د سعودی اواماراتی پوځونو له تیرې یوې میاشتې راهسې د یمن دپوځ او بې څوکه ولس په ضد جنایتونه او یرغلونه هماغه راز دوام لری او داسې کومه ورځ نشته چې یو شمیر تیریګر جهنم ته واصل او دهغوی تجهیزات هم ولجه نشی.
مهر خبری اژانس د المسیره ټیلیویژنی چینل له قوله راپور ورکړی ، د یمن پوځ اوولسی مبارزانو په یو شمیر عملیاتو کې په تعز ولایت کې د سعودی عرب د تالی څټو سره اړونده د کریفات ،الصرمین ،العریش او ابعر سفلی پستې نیولی او د یو شمیر ګوډاګی ځواکونه ئې هم وژلی او دهغوی وسلې اوتجهیزات ئې ولجه کړی دی .
په عین حال کې د یمن په شمال کې په الجوف ولایت کې پر المتون مرکز د سلطې لپاره د سعودی عرب د تالی څټو یرغلونه دیمن د پوځ او ولسی مبارز ځواک په موقعې دغبرګون په نتیجې کې له ماتې سره مخ شوی دی .
همداراز دیمن پوځ بریالی شوی ، دیمن په لویدیځی ساحل کې د سعودی ګوډاګی پوځیانو شل ګاډی هم تباه کړی .
داپه داسې حال کې دی چې دیمن په الحدیده ولایت کې هم د سعودی اواماراتی پوځونو له تیرې یوې میاشتې راهسې د یمن دپوځ او بې څوکه ولس په ضد جنایتونه او یرغلونه هماغه راز دوام لری او داسې کومه ورځ نشته چې یو شمیر تیریګر جهنم ته واصل او دهغوی تجهیزات هم ولجه نشی.