په الحدیده تیری د امریکا اوانګلستان په مرستوسره کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i73432-په_الحدیده_تیری_د_امریکا_اوانګلستان_په_مرستوسره_کیږی
له دې مخکې هم عبدالمالک بدرالدین الحوثی په دې خبرې سره چې امریکایان د سعودیانو او دهغود تالی څټی له تیریو ملاتړ کوی ،زیاته کړې ، دیمن پر لویدیځی سواحلو تسلط ، په سیمې کې د صهونیسټی رژیم دسټراټژۍ موخه ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 16, 2018 11:06 Asia/Kabul
  •   په الحدیده تیری د امریکا اوانګلستان په مرستوسره کیږی

له دې مخکې هم عبدالمالک بدرالدین الحوثی په دې خبرې سره چې امریکایان د سعودیانو او دهغود تالی څټی له تیریو ملاتړ کوی ،زیاته کړې ، دیمن پر لویدیځی سواحلو تسلط ، په سیمې کې د صهونیسټی رژیم دسټراټژۍ موخه ده .

 ایرناخبری اژانس  د المسیره ټیلویژنی چینل له قوله را پور ورکړی ،  د دیمن د انصار ا... ولسی غورځنګ  ویندوی  محمد عبدالسلام په الحدیده بندر  د حملې لپاره دعربانو بلل شوی ائیتلاف  دخوځښت په باب  وئیلی دی ،  دغه جنګ د امریکایانو  اوانګریزانو یو جنګ دی او د سعودی تیریګر ائیتلاف په ځان له سر  د دغو حملو دپیلولو توان نه لری .

 راپور ښئ محمد عبدالسلام  دیمن په لویدیځی سواحلو کې د امریکائی بریتانوی اوفرانسوی  جنګی بیړیو  شتون ته په اشارې سره  ټینګار کړی ،  دیمن ولس  له هغو تیریګرو سره په مقابلې  چې  د لویدیځوالو   له ملاتړه برخمنې دی ،ویاړی .

 دیمن دانصار ا... ولسی غورځنګ ویندوی  زیاته کړې،دملګروملتو استازی تر اوسه پورې  دیمن دشخړې دحل لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی او  دهه اقدامات هم ، یوازې    په تشې خولې دعربانو   ائیتلاف پر تیریګرۍ  د برغولی کیښودل دی .

 ټاکل شوې ده ،د ملګروملتو  استازی مارتین ګریفیټس نن   په همداوروستیو کې  د یمن د انصار ا...ولسی غورځنګ  له عمومی منشی  عبدالمالک بدرالدین  الحوثی سره  وګوری .