په الحدیده تیری د امریکا اوانګلستان په مرستوسره کیږی
له دې مخکې هم عبدالمالک بدرالدین الحوثی په دې خبرې سره چې امریکایان د سعودیانو او دهغود تالی څټی له تیریو ملاتړ کوی ،زیاته کړې ، دیمن پر لویدیځی سواحلو تسلط ، په سیمې کې د صهونیسټی رژیم دسټراټژۍ موخه ده .
ایرناخبری اژانس د المسیره ټیلویژنی چینل له قوله را پور ورکړی ، د دیمن د انصار ا... ولسی غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام په الحدیده بندر د حملې لپاره دعربانو بلل شوی ائیتلاف دخوځښت په باب وئیلی دی ، دغه جنګ د امریکایانو اوانګریزانو یو جنګ دی او د سعودی تیریګر ائیتلاف په ځان له سر د دغو حملو دپیلولو توان نه لری .
راپور ښئ محمد عبدالسلام دیمن په لویدیځی سواحلو کې د امریکائی بریتانوی اوفرانسوی جنګی بیړیو شتون ته په اشارې سره ټینګار کړی ، دیمن ولس له هغو تیریګرو سره په مقابلې چې د لویدیځوالو له ملاتړه برخمنې دی ،ویاړی .
دیمن دانصار ا... ولسی غورځنګ ویندوی زیاته کړې،دملګروملتو استازی تر اوسه پورې دیمن دشخړې دحل لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی او دهه اقدامات هم ، یوازې په تشې خولې دعربانو ائیتلاف پر تیریګرۍ د برغولی کیښودل دی .
ټاکل شوې ده ،د ملګروملتو استازی مارتین ګریفیټس نن په همداوروستیو کې د یمن د انصار ا...ولسی غورځنګ له عمومی منشی عبدالمالک بدرالدین الحوثی سره وګوری .