دیمن لویدیځی سواحل به دتیریګرو په قبرستان بدل کړو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i73480-دیمن_لویدیځی_سواحل_به_دتیریګرو_په_قبرستان_بدل_کړو
راپور ښئ دیمن په لویدیځی ساحلو کې د فرانسې د ځانګړی ځواک د ګډون له دې هم ثابت شوی ، چې د یمن مبارزوکمیټیو په دغې لویدیځی جبهې کې له الحدیده بندر سره نزدې یو شمیر فرانسوی پوځیان هم نیولی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 17, 2018 10:38 Asia/Kabul
  •   دیمن لویدیځی سواحل به دتیریګرو په  قبرستان بدل کړو

راپور ښئ دیمن په لویدیځی ساحلو کې د فرانسې د ځانګړی ځواک د ګډون له دې هم ثابت شوی ، چې د یمن مبارزوکمیټیو په دغې لویدیځی جبهې کې له الحدیده بندر سره نزدې یو شمیر فرانسوی پوځیان هم نیولی دی .

مهر خبری آژانس  دسپوټنیک   له قوله راپورورکړی ، د یمن دملی نجات  حکومت ویندوی  عبدالسلام جابر  نن په یولړ څرګندونو کې ګواښ کړی ، که  دتیریګرو اودسعودی ائیتلاف د پیَلو  کسانو له خوا  هرډول حماقت وشی ،نو  د یمن ملت به  لویدیځی سواحل په تیره بیا الحدیده سیمه د  هغوی په ګورستان بدله کړی .

  عبدالسلام  جابر   دیمن  په لویدیځی ساحلی  جبهې کې  د سعودی تیریګرو  د ائیتلاف  په لاس  د دغه هیواد  دبې دفاع خلکو  عامې وژلې  ته په اشارې سره  زیاته کړې ، دیمن  دجنوبی ولایتونو اوسیدونکی  د سعودی ائیتلاف  د عناصرو  له خوا په زوره  ،د لویدیځی  ساحلو جبهې  ته په  لیږدولوسره یا د یمن د پوځ په لاس وژل کیږی  او  یا که ژوندی پاتې   هم شی ، نو د تیریګر ائیتلاف  دجنګی الوتکو  په وسیله  په نښه کیږی .

دیمن دملی نجات حکومت ویندوی  همداراز  د لویدیځی ساحل  دجنګ لپاره د یمن د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو  چمتووالی  د  نیواکګرو  او دسعودی تیریګرو دائیتلاف د ګوډاګیانو له تصور اوخیاله   ورآخوا  ډیر زیات  وبالۀ او  روښآنه ئې کړه ،   د یمن  ولس اومبارزان دخپلې خاورې د دفاع  لپاره  له هرڅه تیر دی او  دغه  جبهه به دتیریګرو لپاره  په یوه  ستر عبرت بدله کړی .  هغه همداراز وئیلی دی ،په لویدیځی ساحلو کې  د فرانسې   د ځانګړی ځواک د  ګډون  له دې هم ثابت شوی ، چې د یمن  مبارزوکمیټیو په دغې لویدیځی جبهې کې  له الحدیده بندر سره نزدې یو شمیر فرانسوی پوځیان  هم نیولی دی  

 همداراز  العالم ټیلیویژنی چینل  هم راپورورکړی ،د  یمن امنیتی ادارې بریالۍ شوی  د  یمن په الحدیده  کې  په تهامة  سیمې کې ئې د  سعودی ائیتلاف  د جاسوسۍ  دیوه ډیر ستر چینل  په پیژندنې سره  دهغو تکفیری  سرغنه  ونیسی . 

 راپورښئ  یوې خبرې امنیتی سرچینې  دیمن سبا رسمی خبری آژانس سره په خبرو کې  وئیلی دی ،  د دغه چینل  لارښونه  د عربستان  ښاریز  عبدا... سطیح په غاړه وه ،  چې  دیوې تکفیری مذهبی مدرسې فارغ التحصیل هم دی ،  او له بهرنیو استخباراتی اداروسره پیّلی دی . هغه  په دغې مودې کې  د ترور ډلو  د اداره کولو او  د تیریګرو د کرښو لپاره  د تالی څټو دګمارلو   کارونه  هم کول  او په همداوروستیو کې  په څلویښتو غړو سره  د دوو سترو چینلونو  پرفعالیتونو څارنه  هم کوله  چې بلاخره  هم د یمن  د امنیتی مامورانو  په منګولو کې ګیر شو.