د عراق الحشد الشعبي د امريکې حکومت ته خبردارے ورکړ
د عراق د ولسي ځواکونو غورځنګ الحشدالشعبي د عراق او سوريې په پوله کښې د دغه ځواک په مرکز د امريکائي جنګي الوتکې له حملې وروسته د دغه اقدام د عواقبو په اړه واشنګټن ته خبردارے ورکړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې مخکې د عراق الحشد الشعبي له سوريې سره د دغه هېواد په پوله کښې په البوکمال سيمه کښې د عراق د ولسي ځواک په مرکز د امريکې د بېګانۍ حملې په اړه په خپل وړومبني رسمي ردعمل کښې د عراق ملي حاکميت سره کرښه وبلله او اعلان يې وکړ: دغه ځواکونه به د عراق د نورو وسله والو ځواکونو ترڅنګه او د وسله والو ځواکونو د عمومي قوماندانۍ تر فرمان لاندې له هېواد څخه د دفاع په لاره کښې اجازه ورنکړي د مقاومت او د وطن د مدافعانو وينې او د عراق ناموس ترپښ لاندې شي.
د الحشد الشعبي په بيانيه کښې همدارنګ راغلي دي، بېګا يوې امريکائي جنګي الوتکې د دغه غورځنګ په ځواکونو په ۴۵ او ۴۶ مرکزونو باندې چې له سوريې سره له پوله ايزې کرښې څخه دفاع کوي په دوو توغنديو سره وويشتل شول چې په نتيجه کښې يې ۲۲ تنه ووژل شول او ۱۲ نور ژوبل شول.
الحشدالشعبي د امريکې دغه حمله د داعش د ترهه ګرو له ګنده وجوده د البوکمال سيمې د پاکولو لپاره د عراق د ولسي ځواکونو له اقداماتو وروسته انتقام او د عراق او سوريې په پوله ايزه تړانګه باندې يو ځل بيا د تکفيري عناصرو د مسلط کولو لپاره اقدام وبله او د دغې حملې د علتونو او جزئياتو د څېړنې لپاره يې د يوې کمېټۍ په جوړولو تاکيد وکړ.
د الحشد الشعبي ځواکونه د عراق د پارلېمان د تصويب شوي قانون مطابق له رسمي ځواکونو څخه د دغه هېواد وسله والو ځواکونو د عمومي قوماندانۍ تر فرمان لاندې دي.