د الحدیده د نیولو په هکله د عربستان ادعاګانې دروغ دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i73692-د_الحدیده_د_نیولو_په_هکله_د_عربستان_ادعاګانې_دروغ_دي
د یمن د انصار ا... غورځنګ عمومي منشي  په الحدیده له حملې د سعودي تیري ګرو د اهدافو په تشریحولو سره وویل : دغه جنګ به د تیري ګرو لپاره په لویې جبې بدل کړو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 21, 2018 03:12 Asia/Kabul
  • د الحدیده د نیولو په هکله د عربستان ادعاګانې دروغ دي

د یمن د انصار ا... غورځنګ عمومي منشي  په الحدیده له حملې د سعودي تیري ګرو د اهدافو په تشریحولو سره وویل : دغه جنګ به د تیري ګرو لپاره په لویې جبې بدل کړو.

 

سعودي تیري ګر ایتلاف د جون له دیارلسمې دامریکا، فرانسې او انګلستان د ځواکونو په مرسته د یمن د الحدیده بندر د نیولو لپاره هر اړخیزه هوایي سمندري او ځمکنۍ حمله پيل کړې  چې تر اوسه د یمني ځواکونو په مقاومت سره دغه حملې ناکامه پاتې شوې دي.

 د المیسره چینل د راپور له مخې د یمن د انصار ا... غورځنګ عمومي منشي   عبدالملک بدرالدین الحوثی پرون په دې په تاکید سره چې د دغه هیواد خلک به هیڅکله تیري ګرو ته تسلیم نه شي وویل: امریکا . انګلستان او صهیونسټ رژیم د لویدیځ ساحل په جنګ کې  عملي او نیغ په نیغه رول لري.

  الحوثي په دې بیان سره چې یمن د الحدیده بندر په وارداتو د ملګرو ملتو له څارنې سره موافق دی زیاته کړه:  په سره سمندر کې د کشتۍ چلولو لپاره  هیڅ ډول ګواښ نیشته  او د تیري ګرو دروغجنې  ادعاګانې  په سیمه کې  امریکا او اسراییلو د واک موندلو لپاره  ترسره کیږي.

الحوثي دې ته په اشارې سره چې تیري ګرو هیوادونو  په سره سمندر کې  کشتۍ چلونه له خطر سره مخامخ کړې خبرداری ورکړ  چې د یمن پوځ او ځواکونه د تیري ګرو د حملو د دفع کولو لپاره  د هغ وي په جنګي بیړیو حملې کوي.

د انصارا... مشر په دې  بیان سره چې  د تیري ګرو اصلي هدف په یمن او په تیره بیا د هغه په بندرونو او  سواحلو او باب المندب د بشپړ واک  حاصلول دي وویل: په لویدیځ ساحل کې تر ټولو لویه استراتژیکه سیمه  هماغه شان  د یمني ځواکونو په لاس کې ده.