دیمن خلکو دامریکا او د عربستان پرضد مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i73806-دیمن_خلکو_دامریکا_او_د_عربستان_پرضد_مظاهرې_وکړې
زمونږخبریال وایی د یمن دالحدیده (Al Hudaydah)سیمې په زرګونوخلکو پرون مازیګر په دغه ښار د امریکا او دسعودی عربستان د ائتلاف د تیری پرضد مظاهرو سره ددغو تیریو پرضد اعتراض وکړ او د سعودی عربستان او دهغه دملګرو هیوادونو د جنایتونو په وړاندې یې د ملګروملتونو چپتیا وغندله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 23, 2018 01:12 Asia/Kabul
  • دالحدیده ښار مظاهره چیانو له تیریګرو سره په مقابلې کښې له ولسي کمیټیو او پوځ څخه د خلکو په ملاتړ هم ټينګار وکړ .
    دالحدیده ښار مظاهره چیانو له تیریګرو سره په مقابلې کښې له ولسي کمیټیو او پوځ څخه د خلکو په ملاتړ هم ټينګار وکړ .

زمونږخبریال وایی د یمن دالحدیده (Al Hudaydah)سیمې په زرګونوخلکو پرون مازیګر په دغه ښار د امریکا او دسعودی عربستان د ائتلاف د تیری پرضد مظاهرو سره ددغو تیریو پرضد اعتراض وکړ او د سعودی عربستان او دهغه دملګرو هیوادونو د جنایتونو په وړاندې یې د ملګروملتونو چپتیا وغندله .

دیمن دالحدیده ښار خلکو په دغو مظاهرو کښې د شعارونو په ورکولو سره په خپل هیواد دسعودی عربستان او دامریکا د ائتلاف تیری وغندل او په الحدیده سیمې  د تیریګرو هیوادونو له هڅو سره د مقابلې او داتحاد پرضرورت یې ټینګار وکړ .

په دغو مظاهرو کښې ګډون کونکو په یوې(۱) بیانیې کښې امریکا ، سعودی عربستان او متحده عربی امارات د یمن د کلابندۍ دپایلو او د خلکو پرضد دجنایتونو اصلی مسول وبلل .

دیمن مظاهره چیانو د ملګروملتونو لخوا د الحدیده ښار د خلکو دملاتړ او د مسولیت دمنلو غوښتنه وکړه .

دالحدیده ښار مظاهره چیانو له تیریګرو سره په مقابلې کښې له ولسی کمیټیو او پوځ څخه د خلکو په ملاتړ هم ټینګار وکړ .

دسعودی عربستان په مشرۍ تیریګر ائتلاف د جون دمیاشتې له دیارلسمې(۱۳) نیټې راهسې دیمن په لویدیځ کښې د الحدیده بندر دنیولو لپاره پراخ یرغلونه پیل کړی دی .

الحدیده بندر یمن ته د بشر دوستانه مرستو د استولو یوه(۱) اصلی لاره ده