په ریاض د یمنیانو له خوا توغندویي برید
سعودي سرچینو بیګا په ریاض د یمن د پوځ د توغندویي حملې خبر ورکړ.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې سعودي فعالانو او انټرنیټ استعمالوونکو وویل چې په ریاض کې څو چاودنې اوریدل شوې دي.
دی من د ولسي کمیټو او پوځ توغندویي یونټ وویل چې په ریاض کې یې د عربستان دفاع وزارت ودانۍ او دعربستان په پاچا پورې اړوند څو مرکزونه په برکان ایچ دوه بالسټک توغندي سره ویشتلې دي.
دعربستان هوایي دفاع ادعا کړې چې یو بالسټک توغندی یې د ریاض لپاسه په نښه او نسکور کړی دی.
دا په داسې حال کې دي چې د یمن د پوځ او ولسۍ کمیټو توغندویي یونټ وویل ټول توغندي په خپلو موخو لګیدلې دي.
تر اوسه د دغه حملې د سر او مال د تاوانونو راپور نه دی راغلی.
له دې مخکې د یمن د پوځ ویندویي شرف لقمان ټینګار کړی و چې د تیری ګرو مورچې او اقتصادي تاسیاست به تر هغه وخته چې په یمن د هغوی حملې او محاصره یې روانه وي د یمن په توغندیو ولي.