په سوریه کې له کیمیایي ترهه ګرو د امریکا ملاتړ
د سوریې خارجه وزارت بیګا په یوې خپرې کړې بیانیې کې اعلان وکړ د «سپین خولیو» د مالي ملاتړ لپاره د امریکا د دولت فیصله له ترهه ګرۍ د واشنګټن د ملاتړ ښکاره نښه ده.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د سوریې خارجه وزارت د واشنګټن دغه فیصله وغندله او وې ویل چې امریکا او ځینې نور هیوادونه له دغه ترهه ګر سازمانه په سوریه د ترهه ګرۍ په تیره بیا د کیمیایي ترهه ګرۍ د ساتلو لپاره استفاده کوي چې نړۍ ته د دغه هیواد غلط تصویر وړاندې کړي.
د سوریې خارجه وزارت په دې بیان سره چې د سپين خولیو ډله د تحریر الشام یا جبهة النصره ترهه ګرې ډلې اصلي مټ دی جوته کړه: د دغه ترهه ګرې ډلې اقدامات د سوریې د ډیرو بیګناه ښاریزو د وژل کیدو سبب شوې دي.
د امریکا خارجه وزارت تیره جمعه وویل چې ډونالډ ټرمپ د سپين خولیو لپاره د شپږ میلیونه شپږ لکه ډالرو په بیلولو سره موافقه کړې ده.
د سپين خولیو ترهه ګر سازمان د دوه زره دیارلسم کال په مارچ کې د امریکا او برتانیې په مرسته په ترکیې کې جوړ شو او هدف یې د ترهه ګرو ډلو تر سلطې لاندې سیمو کې فعالیت بلل شوی دی.