انګلستان او فرانسه د اروپايي اتحادیې د چپتیا لامل دي
Jun 26, 2018 12:58 Asia/Kabul
د یمن د انقلاب د لوړې کمیټې مشر انګلستان او فرانسه په یمن کښې د سعودي ائتلاف د جنایتونو په غندنه کښې د اروپايي اتحادیې د چپتیا لامل وبلل.
د المیادین خبري چینل د خبر له مخې محمد علي الحوثي په یو ټویټ کښې د سعودي ائتلاف په لاس د یمن د خلکو د کلابندۍ او وژلې په هکله د اروپا دریځ ته په اشارې سره د اروپايي اتحادیې له پره ایز اقدامه خواشیني څرګنده کړه.
سعودي ائتلاف پرون د یمن په شمال کښې د عمران ښار د استوګنو سیمو په بمبارولو سره ۲۴ ملکي وګړي مړه او ژوبل کړل چې اته تنه پکښې د یوې کورنۍ کسان او همداشان زیاتره یې ښځې او ماشومان وو.
ټیګونه