دیمن عسکرو د عربستان په مرکزونو توغندی ویشتلی
زمونږ خبریال وایی د یمن ولسی کمیټیو او پوځ بیګا په لویدیځو سواحلو کښې د سعودی عربستان د ائتلاف د عسکرو د راغونډیدا په ځارې د قاهر یم دوه (Qaher-M2 Ballistic Missile)ډوله توغندی برید وکړ .
دیمن ګډو ځواکونو په تیرې یکشنبې شپې هم د سعودی عربستان په پلازمینې ریاض د برکان ایچ دوه(Borkan H2) ډوله څو توغندی ویشتلی وو .
دیمن دانصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام په ریاض له توغندوی حملو وروسته ویلی وو دیمن د پوځ د بلاسټیک توغندیو قدرت تر دې حده دی هغه سیمې چې دښمن یې تصور نشی کولای وولی .
دسعودی عربستان په مشرۍ تیریګر ائتلاف په تیرو اونیو کښې دیمن په لویدیځ کښې دالحدیده هوایی ډګر او بندر د نیولو په هدف سره پوځی عملیات پیل کړی دی چې له دې لارې د انصار الله ولسی غورځنګ او د انقلابی ځواکونو مهمه ارتباطی لاره غوڅه کړی .
د یمن د الحدیده هوایی ډګر دنیولو په اړه د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف له بیا بیا ادعاګانو سره سره پوځ او ولسی کمیټۍ په دغه هوایی ډګر کښې شتون لری او دهغه دفاع کوی .