په سوریې کښې د اسرائیلو جوړې وسلې کشف شوې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74180-په_سوریې_کښې_د_اسرائیلو_جوړې_وسلې_کشف_شوې
زمونږ خبریال راپور راکړی د سوریې عسکرو په جنوب کښې د درعا دختیځ په خوا کښې په دوو(۲) نویو ازادو شویو ښارګیو بصرالحریر او ناحته کښې په چاڼیزو عملیاتو کښې د وسلو او مهماتو چې ځینې یې د اسرائیلو جوړ دی څو ګودامونه کشف او ضبط کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 29, 2018 10:25 Asia/Kabul
  • دسوریې پوځ په  دغو دوو(۲) ازادو شویو ښارګیو  کښې دخپل شتون له تثبیت وروسته له هغو د ملاتړ دمرکزونو په توګه استفاده کوي .
    دسوریې پوځ په دغو دوو(۲) ازادو شویو ښارګیو کښې دخپل شتون له تثبیت وروسته له هغو د ملاتړ دمرکزونو په توګه استفاده کوي .

زمونږ خبریال راپور راکړی د سوریې عسکرو په جنوب کښې د درعا دختیځ په خوا کښې په دوو(۲) نویو ازادو شویو ښارګیو بصرالحریر او ناحته کښې په چاڼیزو عملیاتو کښې د وسلو او مهماتو چې ځینې یې د اسرائیلو جوړ دی څو ګودامونه کشف او ضبط کړل .

د وسلو او مهماتو په دغو ګودامونو کښې بمونه ، د  راکټ لانچرو ګولې ، تاو توغندی ، د ټانکونو ګولې ، هوانونه ، راکټونه او نورې ډول ډول وسلې او ماینونه شته .

دسوریې پوځ په  دغو دوو(۲) ازادو شویو ښارګیو  کښې دخپل شتون له تثبیت وروسته له هغو د ملاتړ دمرکزونو په توګه استفاده کوی .

د بصر الحریر او د ناحته ښارګیو ازادول د سوریې دپوځ لپاره ستر بریا ده ځکه چې دغه دوې(۲) سیمې د اردن او د اللجاه په سرحدونو کښې دترهګرو ډلو ترټولو ستر مرکزونه دی  او ترهګرو ته د مرستو لارې اوس بندې شوی دی .

دسوریې د القلمون سیمې له پاکیدا وروسته کابو پینځه سوه(۵۰۰) کډوال شوی خلک له پینځو (۵)کلونو وروسته د پلازمینې دمشق په خوا کښې په ختیځ او لویدیځ القلمون کښې خپلو کورونو ته بیرته ورستنې  شوی دی .