په یمن کې د امریکا اسراییلو او عربستان په خلاف مظاهرې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74191-په_یمن_کې_د_امریکا_اسراییلو_او_عربستان_په_خلاف_مظاهرې
د یمن خلکو نن  په الحدیده ولایت کې د آل سعود رژیم د وروستیو پوځی عملیاتو په اعتراض کې  د دغه هیواد په  پلازمینه کې مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 29, 2018 16:03 Asia/Kabul
  • په یمن کې د  امریکا اسراییلو او عربستان په خلاف مظاهرې

د یمن خلکو نن  په الحدیده ولایت کې د آل سعود رژیم د وروستیو پوځی عملیاتو په اعتراض کې  د دغه هیواد په  پلازمینه کې مظاهرې وکړې.

 

د المیادین ټي وي چینل د راپور له مخې یمنیانو په دغو مظاهرو کې چې د نوم یې و « له ساحله ملاتړ د ټولو مسوولیت» د مړه دې وي امریکا ، مړه دې وي اسراییل او آل سعود په شعارونو سره  د سعودي تالي څټو اقداماتو وغندل.

په صنعا کې پرون هم د مدتي ټولنو د سازمانونو له خوا  غونډې شوې وې ، هغوي له ملګرو ملتو غوښتل چې  په یمن د تیري ګرو د حملو د ودرولو لپاره  اغیزمن ګام پورته کړي.

  په عین حال کې  د یمن په لویدیځ کې  د الحدیده ولایت په ځینو سیمو نن د سعودي ایتلاف لخوا پرله پسې حمله وشوې.

د سعودي تیري ګرو الوتکو همداراز  د یمن په شمال کې د صعده ولایت ځینې سیمې بمباري کړې.

سعودي تیري ګر ایتلاف په دا وروستیو کې د الحدیده د اډې او بندر د نیولو لپاره  عملیات پیل کړې دي  چې له دې لارې   په انقلابي او دیمن د انصارا... په ځواکونو فشار راولي . د الحدیده هوایی ډګر د نیولو په  هکله د تیري ګرو  د ایتلاف د رسنیو له بیا بیا ادعاګانو سره سره  د یمن انقلابي ځواک او پوځ په دغه هوایي ډګر کې ځای پر ځای دی او ترې دفاع کوي.

عربستان د دوه زره پینځلسم کال له مارچه په یمن پراخه حمله پیل کړې چې د  یمن مستعفي ولسمشر او خپل ګوډاګی منصور هادی  دوباره د حکومت په ګدۍ کښینوي خو دغه  هڅې تر اوسه د یمن د ولس  په مقاومت سره ناکامه شوې دي.