امارات په الحدیده کې د اوربند په هکله دروغ وایي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74258-امارات_په_الحدیده_کې_د_اوربند_په_هکله_دروغ_وایي
د یمن خارجه وزیر  په الحدیده کې د پوځي عملیاتو د بندولو په هکله د اماراتو د خارجه وزیر د سلاکار د خبرو  په ردولو سره وویل چې  په دغه ښار  د تیري ګرو حملې هماغه راز روانې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 02, 2018 01:54 Asia/Kabul
  • امارات په الحدیده کې د اوربند په هکله دروغ وایي

د یمن خارجه وزیر  په الحدیده کې د پوځي عملیاتو د بندولو په هکله د اماراتو د خارجه وزیر د سلاکار د خبرو  په ردولو سره وویل چې  په دغه ښار  د تیري ګرو حملې هماغه راز روانې دي.

 

د یمن د سبا خبري اژانس د راپور له مخې د یمن خارجه وزارت پرون وویل: د یمن د ولسي کمیټو او پوځي ځواکونه هماغه شان  د سعودي تیري ګرو او د هغوي د تالي څټو له  اشغالګرو قواوو سره مقابله کوي  او هغوي ته یې درانه تاوانونه اړولې دي.

د یمن خارجه وزارت د اماراتو په خارجه وزارت کې د سلاکار وزیر انور قرقاش د خبرو په ردولو سره  هغه د نړۍ د عمومي افکارو د غولولو او په الحدیده کې په خپلو ماتو د برغولي کیښودلو لپاره  د  تیري ګرو هیوادونو د هڅو دوام وباله  او وې ویل دغه تیري ګر هیوادونه او په سر کې یې امریکا  په یمن کې دجنګ اصلي عوامل دي.

 د سعودي تیري ګر ایتلاف د امریکا انګلستان او فرانسې په ملاتړ د جون له دیارلسمې  په الحدیده بندري ښار کې عامو خلکو ته د خطر پیښیدلو په هکله  دنړیوالو سازمانونو له خبرداري سره سره  په دغه ښار حمله پیل کړه  خو تر اوسه د الحدیده ښار یا بندر په نیولو کې پاتې راغلې او د سر او مال درانه تاوانونه یې زغملې دي.