یونیسف د یمني ماشومانو وژله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74321-یونیسف_د_یمني_ماشومانو_وژله_وغندله
د ملګرو ملتو د ماشومانو صندوق (یونیسف) یوځل بیا پر یمن د سعودي ائتلاف په پوځي تیري کښې د ماشومانو وژله وغندله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 04, 2018 02:55 Asia/Kabul
  • یونیسف د یمني ماشومانو وژله وغندله

د ملګرو ملتو د ماشومانو صندوق (یونیسف) یوځل بیا پر یمن د سعودي ائتلاف په پوځي تیري کښې د ماشومانو وژله وغندله.

یونیسف پرون وویل: د یمن خلاف د عربستاني ائتلاف د جنګ په وجه تراوسه ۲ زره او ۲ سوه یمني ماشومان وژل شوي دي او زیات شمیر نور هم د لوږې یا د خوریدونکو ناروغیو له امله د مرګ له خطر سره مخامخ دي.

د یونیسف د رپورټ له مخې د یمن په جنګ کښې لږترلږه ۳ زره او ۴ سوه یمني ماشومان زخمي شوي هم دي.

په یمن کښې د عربستان او د هغه د انډیوالانو جنګ جوړونه تراوسه د څه باندې ۱۴ زرو یمنیانو د وژلې، د لسګونو زرو د زخمي کیدو او د میلیونونو نورو د بې کوره کیدو سبب شوې ده.