دمشق خپل وطن ته د سوري ګډوالو په ستنیدو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74323-دمشق_خپل_وطن_ته_د_سوري_ګډوالو_په_ستنیدو_ټینګار_وکړ
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د خپل هیواد له هغو خلکو وطن ته د ورستنیدو غوښتنه وکړه چې د جنګ او ترهګرو حملو په وجه د سوریې پریښودو ته اړ شوي وو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 04, 2018 03:03 Asia/Kabul
  • دمشق خپل وطن ته د سوري ګډوالو په ستنیدو ټینګار وکړ

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د خپل هیواد له هغو خلکو وطن ته د ورستنیدو غوښتنه وکړه چې د جنګ او ترهګرو حملو په وجه د سوریې پریښودو ته اړ شوي وو.

د سوریې د رسمي خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هیواد خارجه وزارت ویلي دي: د سوریې د پوځ له پرله پسې بریاؤ او د ترهګرو له سپیره شتونه د خپل هیواد د سترې برخې له آزدیدو وروسته اوس آزادو شویو سیمو او کلیو ته د زیاترو سوري کډوالو د ستنیدو وخت دی.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې ده: دمشق د سوریې د خلکو د امنیت او سلامتیا د ټینګښت او د هغوي د ورځنیو اړتیا د پوره کولو مسئول دی او په عین حال کښې له انساندوستانه سازمانونو او نړیوالې ټولنې غواړي چې په خپل مسئولیت سوریې ته د کډوالو د ستنیدو د حالاتو په برابرولو کښې مرسته وکړي.

د سوریې خارجه وزارت همداشان د جنګ د آثارو د ختمولو او د هیواد د بیا رغاونې لپاره د سوریې د حکومت او ولس پر یوزړه توب ټینګار وکړ.