دیمن لویدیځ ساحل به د تیریګرو په قبرستان بدل شی
-
دیمن پوځ بریالي شوي دي په الحدیده کښې د سعودي عربستان او دمتحده عربي اماراتو په سلګونو عسکر ووژني .
ایرنا خبری اژانس وایی د یمن دفاع وزیر محمد ناصر العاطفی ټینګار وکړ دهیواد لویدیځ ساحل به د تیریګرو په هدیرې بدل شی .
هغه وویل په یمن تیریګر هیوادونه به زر له ناڅاپو پیښو سره مخ شی .
دیمن دفاع وزیر محمد ناصر العاطفی د هیواد دخلکو په وړاندې د سعودی عربستان ، د متحده عربی اماراتو او دهغوې دنورو ملګرو هیوادونو له تکبر څخه دډک کړچار په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل دښمن دیمن دځواکونو مقاومت تر اغیز لاندې نشی وروستلی .
هغه وویل یمن به هماغه راز ازاد او مقاومت کونکی پاتې شی .
د سعودی عربستان تیریګر ائتلاف د جون دمیاشتې له دیارلسمې(۱۳) نیټې راهسې د یمن په لویدیځ کښې دالحدیده بندر دنیولو لپاره پراخې حملې پیل کړی دی .
دیمن پوځ او ولسی کمیټیانې په تیرو څو ورځو کښې بریالی شوی دی په الحدیده کښې د سعودی عربستان او دمتحده عربی اماراتو په سلګونو عسکر ووژنی .