دیمن خلکو د عربستان پرضد سترې مظاهرې وکړې
-
په یمن کښې دسعودي عربستان او دهغه د ملګرو عربو او اروپايي هیوادونو جنګ غوښتنې تراوسه دهیواد څه دپاسه څوارلس زره (۱۴۰۰۰)خلک وژلي .
ایسنا خبری اژانس وایی دیمن خلکو په ختیځ کښې دسعودی عربستان دعسکرو په پوځی اډې دیوه هوایی ډګر د بدلولو لپاره د ریاض په هڅې اعتراض کښې مظاهرې وکړې .
سعودی عربستان اراده لری دیمن په ختیځ کښې په المهره ولایت کښې الغیضه هوایی ډګر د ریاض په دایمی پوځی اډې بدل کاندی .
دیمن اعتراض کونکی له المهره ولایت څخه د عربستان دعسکرو د تلو ، دعربی پوځی ائتلاف د ځواکونو له وجود څخه د اصلی هوایی ، ځمکنیو او سمندری لارو د خالی کولو او ځایی چارواکو او حکومتی ادارو ته د دغو لارو د ورسپارلو غوښتونکی دی .
دسعودی عربستان عسکرو د تیر میلادی کال له دسمبر میاشتې راهسې دیمن الغیضه نړیوال هوایی ډګر چټی کړی او هغه یې په ځانګړی پوځی سیمې بدل کړی دی .
په یمن کښې دسعودی عربستان او دهغه د ملګرو عربو او اروپایی هیوادونو جنګ غوښتنې تراوسه دهیواد څه دپاسه څوارلس زره (۱۴۰۰۰)خلک وژلی او په میلیونونو نور کډوال کړی هم دی .