د ریاض په یو روغتون کښې ډزې شوې دي
Jul 11, 2018 03:22 Asia/Kabul
سعودي رسنیو بیګا د عربستان د پلازمینې ریاض ښار په یو روغتون کښې د ډزو د پیښې خبر ورکړ.
ځايي سرچینو ویلي چې یو نامعلوم کس د ریاض ښار د ملک سلمان روغتون پر یوې نرسې ډزې وکړې چې له امله یې هغه سخته ټپي شوې او ډاکټرانو یې حالت بد اعلان کړی دی.
بریدګر د پیښې له ځایه په تیښته بریالی شوی دی او تراوسه یې له دغې حملې هدف او انګیزه نه ده معلومه شوې.
ټیګونه