عربستان او بعث ګوند دعراق خلک مظاهرو ته هڅوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74693-عربستان_او_بعث_ګوند_دعراق_خلک_مظاهرو_ته_هڅوی
فارس خبری اژانس وایی دعراق د پارلمان پخوانی استازی جاسم محمد جعفر ټینګار وکړ په جنوب کښې د خلکو د اعتراضونو په منحرفولو کې د ړنګ شوی بعث ګوند او د سعودی عربستان د جاسوسۍ ادارې لاس ښکاره دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 15, 2018 00:15 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان له امریکا سره یوځاې د عراق د حالاتو په خرابولو کښې نیغ په نیغه رول لري .
    سعودي عربستان له امریکا سره یوځاې د عراق د حالاتو په خرابولو کښې نیغ په نیغه رول لري .

فارس خبری اژانس وایی دعراق د پارلمان پخوانی استازی جاسم محمد جعفر ټینګار وکړ په جنوب کښې د خلکو د اعتراضونو په منحرفولو کې د ړنګ شوی بعث ګوند او د سعودی عربستان د جاسوسۍ ادارې لاس ښکاره دی .

هغه له «المعلومه» خبری سایټ سره په مرکه کښې ټینګار وکړ د سعودی عربستان د جاسوسۍ ادارې پلانونه(Plan) د امریکا په اجازې سره ترسره  او عملیاتی شوی دی او د ړنګ شوی بعث ګوند ټولو غړو د اینټرنیټ د ټولنیزو پاڼو له لارې د مظاهره چیانو د تاوتریخجنو اقداماتو په هکله جشن ولمانځه .

دعراق دپارلمان پخوانی استازی جاسم محمد جعفر د بغداد په حکومت غږ وکړ له هغو وزیرانو چې خلکو ته د خدماتو په وړاندې کولو کښې یې سستۍ کړی ده تحقیقات وکړی  او دغه راز هغه حکومتی چارواکی چې نیغ  په نیغه یې د وروستی حالت په رامینځته کولو کښې رول لرلی دی له  کاره لیری کړی .

د عراق لومړی وزیر حیدر العبادی هم د بصرې ولایت له یوشمیر شخصیتونو او قبایلی مشرانو سره په کتنې کښې ټینګار وکړ د دغه ولایت د بیا رغاونې او خدماتو د وړاندې کولو لپاره به ټول اقدامات ورکړل شی .

دعراق ښاریزو په بصره او ځینو نورو ښارونو کښې د ځوانانو د بې کارۍ او په ښه ډول دخدماتو د نه وړاندې کولو په خاطر مظاهرې وکړې .

سعودی عربستان له امریکا سره یوځاې د عراق د حالاتو په خرابولو کښې نیغ په نیغه رول لری .