انصار الله غورځنګ له الحدیده وتل رد کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74818-انصار_الله_غورځنګ_له_الحدیده_وتل_رد_کړل
فارس خبری اژانس وایی د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک بدرالدین الحوثی له الحدیده(Al Hudaydah) ولایت د انقلابیانو د وتلو غوښتنه غیر منطقی وبلله او ټینګار یې وکړ انصار الله غورځنګ هغه وخت په دغه بندر کښې د ملګروملتونو د رول له لوبولو سره موافقت کوی چې ددغه سیمې پرضد دسعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو پوځی عملیات بند شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2018 10:01 Asia/Kabul
  • اکثره لویدیځ هیوادونه جنګونو ته د اقتصادي ګټو په سترګه ګوري او بشري حقوق قرباني کوي .
    اکثره لویدیځ هیوادونه جنګونو ته د اقتصادي ګټو په سترګه ګوري او بشري حقوق قرباني کوي .

فارس خبری اژانس وایی د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک بدرالدین الحوثی له الحدیده(Al Hudaydah) ولایت د انقلابیانو د وتلو غوښتنه غیر منطقی وبلله او ټینګار یې وکړ انصار الله غورځنګ هغه وخت په دغه بندر کښې د ملګروملتونو د رول له لوبولو سره موافقت کوی چې ددغه سیمې پرضد دسعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو پوځی عملیات بند شی .

هغه د فرانسې له لو فیګارو(Le Figaro) ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل د تیریګرو هیوادونو د حملو د بندیدا په مقابل کښې په الحدیده بندر کښې د څارنې په زمینه  کښې د ملګروملتونو له رول لوبولو سره د یمن د موافقت خبره د ملګروملتونو استازی مارټین ګریفین ته شوی ده .

دسعودی عربستان د تیریګر ائتلاف ځواکونو د امریکا، انګلستان او دفرانسې په ملاتړ سره  په الحدیده بندری ښار کښې د ملکی خلکو  د ژوند په خطر کښې د لویدو په اړه د نړیوالو موسسو له خبرداریو سره سره  دجون دمیاشتې له دیارلسمې(۱۳) نیټې راهسې په دغه ښار حمله پیل کړی ده .

دیمن دانصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک بدرالدین الحوثی له الحدیده بندر د انقلابیانو دوتلو او متحده عربی اماراتو ته ددغه بندر دسپارلو په باره کښې د سعودی عربستان د ائتلاف دغوښتنې په اړه وویل الحدیده بندر د یمن له خلکو سره اړه لری او داډول غوښتنه د نړیوالو کنونشنونو پرضد ده .

هغه دیمن په جنګ کښې د فرانسې په رول او په عربستان د وسلو په خرڅولو کښې دپاریس په اقدام د نیوکې په ترڅ کښې وویل اکثره لویدیځ هیوادونه جنګونو ته د اقتصادی ګټو په سترګه ګوری او بشری حقوق قربانی کوی .