دیمن بې پایلوټه الوتکو د عربستان په تیلو شرکت برید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74839-دیمن_بې_پایلوټه_الوتکو_د_عربستان_په_تیلو_شرکت_برید_وکړ
زمونږ خبریال وایی د یمن د پوځ ویاند برید جنرال شرف لقمان (Brigadier General Sharaf Luqman)د سعودی عربستان د تیلو په شرکت ارامکو(Saudi Aramco) باندې د بې پایلوټه الوتکو او توغندوی حملو وروسته وویل د بې پایلوټه الوتکو دغه بریدونه له دښمانانو سره په دفاعی جنګ کښې بنیادی بدلون دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2018 01:00 Asia/Kabul
  • د سعودي عربستان دتیلو شرکت ارامکو دتیلو په چاڼ ځاې کښې د اور په لګیدا اعتراف کړی دی .
    د سعودي عربستان دتیلو شرکت ارامکو دتیلو په چاڼ ځاې کښې د اور په لګیدا اعتراف کړی دی .

زمونږ خبریال وایی د یمن د پوځ ویاند برید جنرال شرف لقمان (Brigadier General Sharaf Luqman)د سعودی عربستان د تیلو په شرکت ارامکو(Saudi Aramco) باندې د بې پایلوټه الوتکو او توغندوی حملو وروسته وویل د بې پایلوټه الوتکو دغه بریدونه له دښمانانو سره په دفاعی جنګ کښې بنیادی بدلون دی .

هغه پرون ډاګینه کړه د سعودی عربستان دتیلو په شرکت ارامکو باندې  دیمن د پوځ دتوغندوی حملې بریالیتوب له دښمانانو سره د جنګ په نوی پړاو کښې قدرتمنه پیلامه ګڼل کیږی .

دیمن دپوځ ویاند شرف لقمان وویل په نږدې راتلونکی کښې به په نوی دفاعی مرحلې کښې دپوځ او د ولسی کمیټیو د بې پایلوټه الوتکو د ناڅاپه عملیاتو کتونکی ووسو .

د یمن دپوځ د هوایی ځواک ویاند عبدالله حسن الجفری هم دلبنان له المیادین ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل د بې پایلوټه الوتکې په عملیاتو کښې د سعودی عربستان دتیلو په شرکت ارامکو حمله وشوه او اورو پکښې ولګیده .

د یمن پوځ او ولسی کمیټیو بیګا په صماد دوه() ډوله  لرواټه بې پایلوټه الوتکو سره د سعودی عربستان په پلازمینې ریاض کښې د ارامکو دتیلو د شرکت په چاڼ ځاې حمله وکړه .

دا لومړی(۱) ځل دی چې دیمن پوځ له صماد دوه ډوله لرواټنه بې پایلوټه الوتکو د سعودی عربستان په داخل کښې دلیرو پرتو هدفونو پرضد استفاده کوی .

د سعودی عربستان دتیلو شرکت ارامکو دتیلو په چاڼ ځاې کښې د اور په لګیدا اعتراف کړی دی .

دسعودی عربستان دننه د هدفونو پرضد د یمن توغندوی حملې دیمن د ګډو ځواکونو دقدرت نښه ده چې سبب شوی ده دسعودی عربستان تر مشرۍ لاندې تیریګر ائتلاف له لالهاندۍ سره مخ او په نورو هیوادونو د تور د لګولو سبب شی .