اسرائیلو دایران پرضد چټی څرګندونو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74870-اسرائیلو_دایران_پرضد_چټی_څرګندونو_ته_دوام_ورکړی
زمونږخبریال وایی دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو پرون په نیواکی فلسطین کښې د هنګری (Hungary) له لومړی وزیر ویکټور اوربان(Viktor Orbán) سره په ګډ خبری کانفرنس کښې ادعا وکړه د ایران اسلامی جمهوریت د نړۍ او د اروپا لپاره ترټولو ستر ګواښ دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 20, 2018 00:27 Asia/Kabul
  • دایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې د امریکا او دصهیونیسټ رژیم له اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کښې اساسي رول لري .
    دایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې د امریکا او دصهیونیسټ رژیم له اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کښې اساسي رول لري .

زمونږخبریال وایی دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو پرون په نیواکی فلسطین کښې د هنګری (Hungary) له لومړی وزیر ویکټور اوربان(Viktor Orbán) سره په ګډ خبری کانفرنس کښې ادعا وکړه د ایران اسلامی جمهوریت د نړۍ او د اروپا لپاره ترټولو ستر ګواښ دی .

نتانیاهو مخکې هم په یو لړ څرګندونو کښې ایران د مینځنی ختیځ د ډیرو بې ثباتیو مسول ګڼلی او ادعا یې کړی وه دایران اسلامی جمهوریت دترهګرو  ملاتړ کوی .

دایران اسلامی جمهوریت په سیمه کښې د امریکا او دصهیونیسټ رژیم له اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کښې اساسی رول لری .

ایران د  سوریې او د عراق په رسمی غوښتنه په دغو دوو(۲) هیوادونو کښې د امریکا او داسرائیلو تر ملاتړ لاندې ترهګرو ډلو سره دمبارزې لپاره له  بغداد او دمشق سره دپوځی سلاکارانو په سویه مرسته کوی داسې اقدام چې دامریکا ولسمشر ترمپ او دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو یې نه خوښوی .

د عراق او دسوریې پوځ دایران داسلامی جمهوریت دپوځی سلاکارانو په مرستو سره توانیدلی چې په خپلو هیوادونو کښې د داعش ترهګرې ډلې دوسیه بنده کړی .