په بحرین کې د آل خلیفه رژیم په خلاف مظاهرې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74887-په_بحرین_کې_د_آل_خلیفه_رژیم_په_خلاف_مظاهرې
بحریني سرچینو د دغه هیواد له لوی عالم شیخ عیسی قاسم سره د پیوستون په نښه  د بحرین په پلازمینه مناه کې د پراخو ولسي مظاهرو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 20, 2018 16:00 Asia/Kabul
  • په بحرین کې د آل خلیفه رژیم په خلاف مظاهرې

بحریني سرچینو د دغه هیواد له لوی عالم شیخ عیسی قاسم سره د پیوستون په نښه  د بحرین په پلازمینه مناه کې د پراخو ولسي مظاهرو خبر ورکړ.

 

د تسنیم خبري اژآنس د راپور له مخې  بحریني سرچینو وویل چې  په مظاهرو کې ګډونکوونکو له دغه بحریني عالم سره په خپل پوره ملاتړ او پیوستون چې تر اوسه تر درملنې لاندې دی  ټینګار وکړ.

د بحرین خلکو همدارا ز  له هغو مبارزانو چې د ال خلیفه په بندونو کې دي  په خپل ملاتړ تاکید و کړ.

د بحرین لوړ پوړی شیعه عالم د ال خلیفه رژیم د ځواکونو له دوو کلونو محاصرې وروسته  آخر د جولایی په نهمه  د درملنې لپاره لندن ته لاړ او سملاسي په روغتونو کې بستري شو.

تراوسه د دغه بحریني عالم د سفر د پروګرام په هکله څه نه دي اعلان شوې.

 بحرین  د دوه  زره یوولسم کال د فرورۍ له څوارلسمې د آل خلیفه رژیم په خلاف د ولسي پاڅون ډګر دی   د بحرین رژیم د خلکو د اعتراضونو د ځپلو لپاره  د هغوي زیات شمیر مشران نیولې او د دوسیو په جوړلو سره یې له هغوی د بحرین تابعیت اخستی او یا یې په اوږدو بندونو محکوم کړې دي.