دیمن عسکرو د تیریګرو پرضد بریدونو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74980-دیمن_عسکرو_د_تیریګرو_پرضد_بریدونو_ته_دوام_ورکړی
مهر خبری اژانس وایی دیمن په بیلابیلو جبهو کښې د مقاومت دځواکونو د توغندوی ډلو او دبې پایلوټه الوتکو په نویو عملیاتو کښې دسعودی عربستان په لسګونو عسکر او ګوډاګیان مړه او ژوبل کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 23, 2018 09:17 Asia/Kabul
  • دیمن عسکرو د تیریګرو پرضد بریدونو ته دوام ورکړی

مهر خبری اژانس وایی دیمن په بیلابیلو جبهو کښې د مقاومت دځواکونو د توغندوی ډلو او دبې پایلوټه الوتکو په نویو عملیاتو کښې دسعودی عربستان په لسګونو عسکر او ګوډاګیان مړه او ژوبل کړل .

دیمن د مقاومت ځواکونه بریالی شول د سعودی عربستان په جنوب کښې په جیزان کښې په قائم الصیادیه سیمه کښې د عربستان دعسکرو په مرکزونو  توغندوی حمله وکړی .

دیمن عسکرو دغه راز په لویدیځ ساحل کښې د یختل سیمې په شمال کښې په عنبره کښې دسعودی عربستان د ائتلاف د عناصرو په کیمپ د بې پایلوټه الوتکې حمله وکړی .

په عنبره سیمه کښې د متحده عربی اماراتو د عسکرو دقوماندنۍ په مرکزونو د بې پایلوټه الوتکې برید  وشو .

دیمن عسکرو د السدیس په لویدیځ او په الهجله سیمو کښې د عربستان ائتلاف ته د اړونده  ګوډاګیانو او د عسکرو په مرکزونو هم توغندوی حمله وکړه او له کبله یې یوشمیر کسان مړه او ژوبل شول .