په بحرین کښې د سلګونو مدني فعالانو تابعیت سلب شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i75104-په_بحرین_کښې_د_سلګونو_مدني_فعالانو_تابعیت_سلب_شوی
د بحرین آل خلیفه رژيم په دغه هیواد کښې د ۷۳۸ مدني فعالانو تابعیت ختم کړی دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 28, 2018 07:35 Asia/Kabul
  • په بحرین کښې د سلګونو مدني فعالانو تابعیت سلب شوی

د بحرین آل خلیفه رژيم په دغه هیواد کښې د ۷۳۸ مدني فعالانو تابعیت ختم کړی دی.

د بشري حقوقو څارونکي د بحرین د یوې حقوقي ادارې له قوله ویلي چې د دغه هیواد آل خلیفه رژیم له ۲۰۱۲ کال راهیسې د ۷۳۸ مدني فعالانو څخه بحریني تابعیت اخیستی دی.

آل خلیفه رژیم یوازې په روان کال کښې ۲۳۲ بحریني ښاریز سلبِ تابعیت کړي دي.

د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د مینځني ختیځ او شمالي افریقې د څانګې اجرايي مرستیال اریک ګولډسټون په دې هکله وویل: د بحرین د حکومت لخوا د ښاریزو تابعیت (نیشنلټي) ختمول د نړیوالو حقوقو خلاف ورزي ده او منامه باید دغو کسانو ته خپل تابعیت واپس ورکړي.