د یمن پوځ د سعودي ائتلاف یوه جاسوسي الوتکه نسکوره کړه
Jul 28, 2018 03:07 Asia/Kabul
د یمن د پوځ دافع هوا او ولسي ځواکونو بیګا د عربستاني ائتلاف یوه بې پایلټه جاسوسي الوتکه ویشتې او نسکوره یې کړه.
ایرنا خبر ورکړی چې یوې پوځي سرچینې د یمن المسیره ټي وي چینل ته وویل: دغه الوتکه د عربستان د سویل عسیر په الربوغه سیمه کښې نسکوره کړی شوې ده.
د یمن پوځ تیره دوشنبه هم د عربستان په یو بل سویلي ښار نجران سره نزدې په رشاحه سیمه کښې د دغه ائتلاف یو بل ډرون هم نسکور کړی و.
ټیګونه