سعودی عربستان دحج له مسلې ناوړه استفاده کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i75122-سعودی_عربستان_دحج_له_مسلې_ناوړه_استفاده_کوی
الکوثر ټیلی ویژن راپور راکړی سعودی عربستان په سوریې ،عراق او یمن کښې له پراخو ناکامیو او له تکفیری ترهګرو د مالی او وسله والو ملاتړونو له رسواۍ وروسته دیمن او دفلسطین د موضوګانو په شمول دسیاسی مسائیلو په اړه د حاجیانو په هرډول غونډې بندیز ولګاوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 28, 2018 10:01 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان حج دخپلو خاصو سیاستونو لپاره کاروي او دا د انسانانو دحقوقو او دنړیوال قانون خلاف ورزۍ ده .
    سعودي عربستان حج دخپلو خاصو سیاستونو لپاره کاروي او دا د انسانانو دحقوقو او دنړیوال قانون خلاف ورزۍ ده .

الکوثر ټیلی ویژن راپور راکړی سعودی عربستان په سوریې ،عراق او یمن کښې له پراخو ناکامیو او له تکفیری ترهګرو د مالی او وسله والو ملاتړونو له رسواۍ وروسته دیمن او دفلسطین د موضوګانو په شمول دسیاسی مسائیلو په اړه د حاجیانو په هرډول غونډې بندیز ولګاوه .

د حج له فریضې د ګټه دپورته کولو له لارې په مسلمانو هیوادونو د سعودی عربستان د دباونو د اعمالولو په دوام کښې دسعودی عربستان د سیاسی او دامنیتی شورا غړیو په جدې کښې د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په مشرۍ په نړیوالو اوسیمه ییزو بدلونونو دغور په هدف سره په یوې(۱) غونډې کښې د یمن او دفلسطین د موضوګانو په شمول د سیاسی مسائیلو په باره کښې  دحاجیانو په هرډول غونډې بندیز ولګاوه .

د حقوقی چارو فعالان وایی سعودی عربستان حج دخپلو خاصو سیاستونو لپاره کاروی او دا د انسانانو دحقوقو او دنړیوال قانون خلاف ورزۍ ده .

سعودی رژیم ددغه رژیم دسیاستونو په مخالفو هیوادونو ددباو د راوستلو لپاره دیمن ، سوریې او قطر په شمول د یوشمیر اسلامی هیوادونو ښاریز حج ته له تلو منع کړی دی .